د نن سرلیکنه

د ګډ حکومت کابینه ولې ځنډنۍ شوه؟ / سرلیکنه

نن ټکی اسیا: سرلیکنه: د ګډ حکومت مشر د لوړې پر ورځ ولس سره یوه ډېره رڼه او سپینه ژمنه وکړه. ولسمشر په ۴۵ورځو کې د کابینې د اعلان ټینګه ژمنه وکړه. ډاکټر صیب غني شاید د یوه هېواد د ولسمشر واکونه هم د ملي حقوقو په کتابونو کې لوستې وي؛ کنه داسې ټینګه ژمنه به یې چېرته کړې وای.

نن د ولسمشر له لوړې راهیسې ۸۶مه ورځ ده، کابینه لا هم د تیارو په شپول کې او رسنیو ته هره ورځ د «یوې یا دوو» ورځو تکراري ژمنې کېږي.

ولس لومړی دواړو ټاکنو ښه وځاپه. بیا د دوو مخکښو نوماندو ترمنځ د ټاکنیزو لانجو څو میاشتینیو بزکشیو او شخړو د ولس اقتصادي حالت د کړکېچ تر بریده ورساوه چې د ښاغلي جان کېري منځګړیتوب ناخبره ولس ته د هیلو څرک و؛ خو د کابینې پر سر شخړې او لانجې دومره اوږدې شوې چې اوس ولس هم تر یوه بریده سیاسي شعور ترلاسه کړ او حتا د کابینې له تشکیل او اعلان وروسته هم چندانې هیلې نه ورته لري.

د کابینې پر سر شخړه داسې مهال اوږدېږي چې له دواړو مشرانو څخه یې پلویان هم ورځ تر بلې فاصلې نیسي. هغوی چې یو مهال به یې د همدغو ښاغلیو نوماندو په ستاینو او ننګو ستوني کېناستل، نن ترې په سپينو خبرو او په اصطلاح رسوایيو خپل غچ اخلي.

د ګډ حکومت د کابینې اعلان د ځنډ لامل ډېر روڼ دی. ګډ حکومت لکه په ښکاره چې برېښي، د دوو ټیمونو حکومت نه دی. دلته اووه «کلیدي» شخصیتونه برخمن دي، د ښاغلي اشرف غني په وینا د دې «سهامي شرکت» شریکان اووه تنه دي. ولسمشر او دوه تنه مرستیالان یې، اجراییه رييس سره له دوو مرستیالانو او د څوکیو وروستی دعوې دار هم ښاغلی احمدضیا مسعود، په اداري چارو کې د ولسمشر فوق العاده استازی دی. پخوا افغانستان کې درې تنه د واک په سر کې وو: ولسمشر، لومړی او دویم مرستیالان؛ مګر اوس څلور تنه نور هم ورکنجوغه شوي دي. دغه څلور تنه هر یو له بېلو بېلو اړخونو او جلا جلا غوښتنو سره د خوار افغان حکومت پر تنې اخته دي.

د عبدالله عبدالله د کمپاین د مهال مخکښ غړي، پیر سید اسحاق ګیلاني تېره ورځ په واز کومي د زړه بړاس ووېست. ولس اوس له دغو بدرنګه د پردې ترشا معاملو خبرېږي. ګیلاني په ډېر صراحت سره وویل چې یوازنی متفق علیه شخصیت چې د ګډ حکومت دواړه مشران پرې راضي دي، هغه د ملي امنیت لوی ریاست ته د رحمت‌الله نبیل ګومارنه ده. ګیلاني د دې نادر اتفاق نظر لامل د انګلیس او امریکا د سفارتونو فرمایش وباله!
اوس چې د دغو دوو هېوادونو کابل‌مېشتي سفارتونه دومره د واک و ځواک څښتن دي، د کابینې د ژر اعلانېدو یوازنۍ لار یو ځل بیا د ښاغلي جان کېري فیصله ده چې راشي او د ګډ حکومت دواړه مشران د شاوخوا نیم ساعت مذاکراتو په اوږدو کې پر څو شخصیتونو سلا کړي او دې بدغونې ډرامې ته نور د پای ټکی کښېږدي.

ولس ته اوس د جان کېري «نادره دیپلوماسي» ورمعلومه شوې ده؛ ځکه نو د همدې ښاغلي لارې څاري. د ښاغلي جان کېري د صلاحیت بیان هم ښاغلی ګیلاني کوي. ګیلاني وویل: «زه خپله له جان کېري سره غونډو کې وم چې هدایت به یې ورکاوه چې موږ څه وکړو». ځکه نو اوس ولس یو ځل بیا جان کېري د دې لانجې د حل یوازنی مرجع ګڼي. کنه د تېرې یوې اوونۍ په څېر به راتلونکو څو اوونیو او حتا میاشتو پورې کابینه همداسې د «یوې دوو» ورځو د ژمنو په ګروت کې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x