معلق طلاق

دفتوا شمېره :[۴]

پوښتنه : دلته يوچاخپلې زوجې ته معلق طلاق ورکړی هغه دارکم وو چې: خپلې زوجې ته يې ويلی وو : که ما هر وخت له اوقاتوکې له تاسره نزديکت وکړ ته دې پرماطلاقه يي ثلاثا : دابه څرنګه چل ورسره کوي دځواب په هيله ؟

مستفتي : نن ټکی اسيا

۱۷/۲/١٤۳۶هـ

اَلـجَوَابُ حَامِدَاً وَمُصلِيَاً

ځواب :

داسې سړی چې کله هم له مېرمنې سره کوروالی وکړي ؛ نومېرمن به يې ورباندې دری ځله طلاقه شي ، اودغه مېرمن پرنوموړي حرام ګرځي.
لومړنی ميړه ته دغه مېرمن هغه مهال حلاليږي چې له بل سړي واده وکړي اوهغه يې بيا له کورو والي وروسته طلاق ورکړي اويايي هم دوهم ميړه ومري نوله عدت وروسته دغه مېرمن له لومړنی ميړه سره بيرته واده کولای شي .

قال الله تعالی:

الطَّلَاقُ مَرَّتَانِ فَإِمْسَاكٌ بِمَعْرُوفٍ أَوْ تَسْرِيحٌ بِإِحْسَانٍ …… فَإِنْ طَلَّقَهَا فَلَا تَحِلُّ لَهُ مِنْ بَعْدُ حَتَّى تَنْكِحَ زَوْجًا غَيْرَهُ. [سورت البقر۲۲۹ـ ۲۳۰]

وفی الدرالمختار : ۳/ 365

(عَلَّقَ الثَّلَاثَ أَوْ الْعِتْقَ) لِأَمَتِهِ (بِالْوَطْءِ) حَنِثَ بِالْتِقَاءِ الْخِتَانَيْنِ

وفي تبين الحقايق : 3/ 128

(وَلَوْ عَلَّقَ الثَّلَاثَ أَوْ الْعِتْقَ بِالْوَطْءِ …) أَيْ، وَلَوْ عَلَّقَ الطَّلْقَاتِ الثَّلَاثَ بِالْجِمَاعِ بِأَنْ قَالَ لِامْرَأَتِهِ إنْ جَامَعْتُك فَأَنْتِ طَالِقٌ ثَلَاثًا فَجَامَعَهَا وَوَقَعَ الطَّلَاقُ عَلَيْهَا.

وفي الهندية : 1/ 420

وَإِذَا أَضَافَهُ إلَى الشَّرْطِ وَقَعَ عَقِيبَ الشَّرْطِ اتِّفَاقًا مِثْلُ أَنْ يَقُولَ لِامْرَأَتِهِ: إنْ دَخَلْتُ الدَّارَ فَأَنْتِ طَالِقٌ.

وَاللهُ سُبحَانهُ الله وَتَعَالى أعلَم

کَتَبَهُ : مَحمدحَبِيبُ الله الَقَاسَمي

خادم الطلبة بالجامعه القاسميه

15/۱/١٤٣۶هـ

الجوابُ صحيحٌ

ابــــوسعيـــد راشد

المفتی العام بالجامعه القاسمیه

18/۱/١٤٣۶هـ

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د