افغانستاننړۍ

«افغانستان څارګره اداره د ملافضل الله ملاتړ کوي»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۱، ۱۳۹۳ل): د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر او برحاله سناتور رحمن ملک ویلي چې د افغانستان څارګره اداره د پاکستاني طالبانو د مشر ملافضل الله ملاتړ کوي.

رحمن ملک په یوې مرکه کې ویلي چې په پاکستان کې د وروستیو بریدونو تر شا بهرني لاسونه دي. رحمن ملک دغه بهرنۍ کړۍ نه دي څرګندې کړي چې څوک دي.

رحمن ملک زیاته کړې چې ملافضل الله له پاکستانه افغانستان ته «تښتیدلی» دی.

«ملا فضل الله افغانستان ته تښتیدلی، ما سنا ته هم ویلي چې افغان څارګره اداره د تحریک طالبان مشر ملافضل الله او فقیرمحمد ملاتړ کوي».

پاکستاني سیاستوال انديښنه څرګنده کړې چې په پنجاب ایالت کې د بریدونو خطر دی. «له پیله چا پنجابي طالبان نه منل، هغوی اوس په ښکاره خبرې کوی، ښه خبره داده چې د پنجاب حکومت د ترهګرۍ پر ضد اقدام کوي».

پاکستانی سیاستوال رحمن ملک دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې څو ورځې وړاندې پاکستاني طالبانو د پوځ په یوه ښوونځي برید وکړ چې په ترڅ کې سلګونه کسان مړه او ژوبل شول.

پاکستاني طالبان وايي چې په برید کې یې جنرالان او د هغوی «بالغ زامن» وژلي دي.

ددغه برید وروسته پاکستاني چارواکو ادعا وکړه چې برید تنظیمونکي په افغانستان کې دي او له افغان حکومت يې وغوښتل چې د بریدګرو پر ضد عملیات وکړي.

د برید پر سبا د پاکستان لوی درستیز او د ای ایس ای مشر افغانستان ته سفر وکړ چې د ځينو راپورونو پر اساس دوی د ګډ حکومت له چارواکو د ملافضل الله د ورسپارلو غوښتنه وکړه.

که څه هم پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان مشران په کونړ او نورستان کې مېشت دي خو افغانستان حکومت دغه ادعاوې ردوي او وايي چې په اړه ورته معلومات نشته دی.

د رحمن ملک دغو څرګندونو په اړه تر دې مهاله افغان چارواکو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
م ز ا

د رحمان ملك خبري بي أساسه أو بي بنسٹه دئ فقط يو فتنه انگيزه أو مفسدة خبري دي ، رشتيا ويونكي أو صادق خلگ هغه شي نشروي چه صلح أو امنيت را ولي نه شر اوفساد

Hameed

د چټل ملک او ټولو پاکستانی فوجیانو په ښځه خر او آس وخیږوم چی د امریکا راتک ته یی زمینه مساعده کړه او هر ورځ د وزیرستان با عفته ښځی بی عفته کوی ماشومان او بوډاګان یی په ډرون بمبار او وژنی له هیچ نوع جنایت نه یی په مقابل کی مخ نه اړوی او بیا توصیه هم دا کوی چی د ښځو او ماشومانو وژنه په اسلام کی نشته زه وایم کوم اسلام پاکستان له ایجاد نه تراوسه د امریکا په چوپړ کی پاتی شوی هیچ کار د اسلام په خیر نده کړی نو دا څنګه ځانته اجازت ورکوی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x