افغانستان

په كندهار كي د سړك غاړي ماين په چاودنه كي شپږو تنو ته مرګ ژوبله واوښتله

InjuredFillHospitalKandaharدكندهار سرپرست امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وايې چي تېره شپه دكندهار د معروف ولسوالي د اسحاقزو په كلي د سړك غاړي ماين په چاودنه كي د يوې كورني شپږو تنو ته مرګ ژوبله واوښتله.

د رازق په خبره چي نوموړي كسان په يوه ټراكټور كي سپاره وه چي د سړك غاړي ماين پرې چاودنه وكړه  او په پايله كي يې دري ښځي يو نارينه وژلي او دوې ښځي او يو نارينه ټپيان يې ټپيان كړي دي.

دا په داسي حال كي ده چي په دې وروستيو كي د سړك د غاړي ماينونو په كندهار كي زياتو ملكي كسانو ته مرګ ژوبله اړولي.

په كندهار كي د بشرحقونو سيمه ايز دفتر د ملكي مرګ ژوبلي پر زياتېدو خواشيني څرګنده كړي ده او له ښكيلو غاړو يې غوښتي چي د ملكي خلګو ژوند ته دي پاملرنه وكړي.

بل خوا بيا په ارغنداب او ژړي ولسواليو كي د افغان او نړيوالو ځواكونو لخوا ګډه عمليات  پيل سوي چي تر دا مهاله  په ارغنداب ولسوالي كي  د دولت نهه تنه  وژل سوي دي او همدارنګه  په ژيړي ولسوالي كي د وسلوالو طالبانو يو قوماندان وژل سوي او بل تن هم ټپي سوي .

د يو بل خبر له مخي د كندهار امنتي چارواكي په ښار كي د اداري او اخلاقي فساد په تور د اتو تنو پوليسو د نيولو خبر وركوي .

دكندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وايې چي ددوي لخوا هڅي پيل سوي تر څو د پوليسو په ليكو كي داسي كسانو ته اجازه ورنه كړي چي د پوليسو د دندي څخه په ګټي اخېستني سره غيري قانوني كړني ترسره كړي .

دده په وينا چي ددې هڅو په لړ كي يې هغه اته تنه پوليس نيولي چي په اداري او اخلاقي فساد كي يې لاس درلود،او په دې برخه كي يې هڅي رواني دي.

دا لوموړي ځل دي چي په كندهار كي په دومره شمېر پوليس د اداري او اخلاقي فساد په تور نيول كيږي.

اسدالله زړه سواند:كندهار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x