fbpx

الجزیره نړیوالي شبکې د مصر لپاره ځانګړی چینل بند کړ

نن ټکی اسیا (سې شنبه، مرغومي ۲، ۱۳۹۳ل): نن د الجزیره مباشر مصر په نامه د مصر د پيښو لپاره ځانګړی شوی تلویزون د الجزیره شبکې له لوري هغه وخت وتړل شو، کله چې ددغه تلویزون څخه وروستي لنډ خبرونه خپاره شول، او ورسته د خبرونو ویاندي د الجزیره شبکې یو رسمي بیان ولوسته او اعلان یې وکړ چې دغه تلویزون نور خپلو خپرونو ته د پای ټکی ږدي.

دغه چینل چې په مصر کې د حسني مبارک د واکمنۍ په خلاف د پاڅون وروسته پیل شو، یوازي یې د مصر په اړه خبرونه، راپورونه، او تحلیلي پروګرامونه تقدیمول، چې د مصر د وروستي فوځي کودتا وروسته د قطر او مصر تر منځ د اړیکو د خرابېدو سبب هم شو.

ددغه چېنل خبریالان په مصر کې ونیول شول، او بندي کړل شول، او په مصر کې دفتر وتړل شو، چې له کبله یې د تلویزون خپروني د قطر هیواد د پلازمیني دوحې څخه پیل شوې، او ځکه چې ددغه تلویزون اکثره خپروني د مصر د وروستي کودتا په ضد وې، د مصر او قطر تر منځ د اختلاف مهم ټکی هم دا تلویزوني چېنل وو.

خو اوس چې دغه چېنل خپل خپروني ودرولې، اعلان یې کړی چې دوی به د مصر د واکمنو څخه رسمي اجازت نامه واخلي، او د هغه وروسته به د مصر د پلازمیني قاهرې څخه خپلي خپروني بیا پیل کړي، او تر هغه وخته به دا چېنل بند وي.

داسي ګمان کیږي چې ددغه چېنل بندېدل د قطر او مصر تر منځ د سعودي د منځګړیتوب له وجې را منځته شوي، کوم چې په دې وروستیو کې په دې لټه کې دی، چې ددواړو هیوادونو تر منځ د مصر د فوځي کودتا په وجه ر امنځته شوی اختلاف ته د پای ټکی کښيږدي.

باید وویل شي چې ددې تر مخه داسي خبرونه هم ورکړل شوي وه چې قطر هغه اخواني مشران له هیواده ایستلي چې په دغه هیواد کې پناه اخیستې وه، او داسي هم ویل کیده چې دغه اخواني مشران د قطر هیواد په غوښتنه نه بلکي په خپله خوښي د قطر څخه د اوروپايي هیوادونو په لور تللي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د