نړۍ

سیرلانکا کې د سیلابونو له کبله سلګونو زره خلګ بې کوره شوي

نن ټکی اسیا (سې شنبه، مرغومي ۲، ۱۳۹۳ل): په سیرالانکا کې د سیلابونو له کبله ۳۰۰ زره خلګ بې کوره او په سلابونو کې بند پاته شوي دي.

بل خوا د مالیزیا په ختیځ کې هم ددغه هیواد حکومت اعلان وکړ چې دوی ۲۱ زره کسان د ختیځو سیمو څخه د سیلابونو له کبله خوندي ځای ته انتقال کړي، او په انډونیزیا کې هم د سختو اورښتونو له کبله د ځینو سیمو اوسیدونکي خپلو کورنو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

د سیرلانکا په پلازمینه کولمبو کې د طبیعي پيښو په وړاندي د چټک غبرګون ادارې ویلي چې د سیلابونو په سیمو کې د بندو پاتو کسانو لپاره د غذايي موادو د رسولو په موخه فوځ په دغه کار ګمارل شوی، او زیاته کړې چې دغه بې کوره شوي کسان اکثریت اوس په مدارسو او عبادتګاو کې پناه اخیستې.

ویل کیږي چې د سیرالانکا ختیځ ته په ۳۰۰ کلیومترۍ کې پرته سیمه باتیسالو، او د هیواد په منځ کې واقع انورادهابورا سیمو کې د اورښت له کبله زیات ضرر رسیدلی، او د سیلابونو له کبله په زیاته کچه زراعتي محصولات له منځه تللي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x