هلمند: امنیتي چارواکي خلک د کوکنارو کښت ته هڅوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲مه، ۱۳۹۳ل): د هلمند ولايتي شورا مشر وايي چې د دې ولایت امنیتي چارواکي د کوکنارو کښت ته خلک هڅوي.

د هلمند د ولايتي شورا رییس محمد کریم اتل وايي چې په ځینو ولسواليو کې د هلمند امنیتي چارواکو خلک د کوکنارو ته کښت ته هڅولي دي.
د هلمند امنیه قومندان بیا د ولایتي شورا د رییس دغه څرګندونې ناسمې ګڼي او وايي چې امنیتي مسوولین په دې برخه کې ښکېل نه دي.

امنیه قومندان جمعه ګل همت وايي چې د کوکنارو په کښت کې قومي مخور لاس لري او په خبره يې هغوی بیا له طالبانو سره په اړیکه کې دي.

په مشرانو جرګه کې د هلمند خلکو استازی محمدهاشم الکوزی د امنیه قومندان دغه خبرې ناسمې بولي او وايي چې قومي مخورو د کوکنارو د کښت په مخنیوي کې تر خپله وسه هڅه کړې ده.

د هغه په خبره د هلمند په ډېرو ولسوالیو کې د کوکنارو د کښت لپاره امنیتي چارواکو زمینه برابره کړې ده او دوی له کروندګرو سره شریک دي.

تر دې وړاندې سیمه ییزو چارواکي طالبان د کوکنارو د کښت په هڅونه کې ښکېل ګڼل او ويل يې چې هغوی د جګړې د لګښتونو لپاره خلک د کوکنارو کښت ته هڅوي.

یاده دې وي څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو ساحوي دفتر او د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت له لوري ګډ راپور خپورشو، چې سږ کال پکې د کوکنارو د اوه سلنې کښت د ډېرېدو خبره شوې وه.

د طالبانو د واکمنۍ له پای وروسته، افغانستان پرلپسې هر کال د نړۍ د نوي سلنه ډېر کوکنارو تولیدوونکی هېواد دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د