اردوګان: يو يا دوه نه، بلکې ښه ډېر بچي وزيږوئ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲مه، ۱۳۹۳ل): په داسې حال کې لويديځ هېوادونه ختيځ او په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونو کې د نفوس د کمېدو په لټه کې دي؛ د حکومتونو او انجوګانو په واسطه خلک هڅوي، چې خپل نسل محدود او لږ بچي راوړي، مګر د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان وايي، چې يو دوه نه بلکې ښه ډېر بچي راوړئ او د نسل محدودوالی يې خيانت بللی دی.

ښاغلي اردوګان د خپل يو ملګري د زوی د واده په مراسمو کې زوم او ناوې ته په خپلو څرګندونو کې وويل، چې د نسل محدودول خيانت دی او دې سره د ترکيې نفوس د ورکېدو اندېښنه راپيدا کيږي.

اردوګان زياته کړه: «يو يا دوه بچي نه، بلکې د ښې او پر مختللې ترکيې لپاره دوی ښه پريمانه او تکړه ځوانانو ته اړتيا لري، چې خپل هېواد نور هم پر مخ بوځي.»

ښاغلي اردوګان هغه خلک خاينان وبلل، چې د ترکي نسل د کمېدو غوښتنه کوي او خلک هڅوي، چې يو يا دوه بچي وزيږوي.

اردوګان وويل: «يو بچی تنهايي ده، دوه لانجه، درې، توازن، څلور، کافي دي او له دې زيات هم الله تعالی ساتي.»

د يادونې وړ ده، چې ښاغلی اردوګان هم د څلورو بچيو پلار دی، دوه لوڼه او دوه زامن لري.

ترکي ولسمشر د خپلې واکمنۍ په ترڅ هڅه کړې، چې ترکيه د اسلامپالنې پر لور سوق کړي او وخت پر وخت داسې څرګندونې کوي، چې لويديځو هېوادونو لپاره د اندېښنې وړ ګرځي.

تېره اونۍ امريکايي «نيوزويک» مجلې ليکلي و، چې د اردوګان د واکمنۍ پر مهال ترکيه کې اسلامي مدرسو او تعليمونو کې نوي سلنه زياتوالی راغلی دی.

له دې وړاندې ترکي ولسمشر په خپلو څرګندونو کې ويلي و، چې اوسني سرحدونه ټول جعلي دي.

تېره اونۍ نوموړي په خپلو څرګندونو کې پر اسلامي نړۍ غږ وکړ، چې مسلمانان له يووالي او ورورولۍ پرته بله چاره نه لري او دوی بايد د اسلامي امت د يووالي په موخه سره يو شي.

ښاغلي اردوګان همدا رنګه د ښځو په اړه د لويديځو هېوادونو د مساوات شعار ناسم وباله او زياته يې کړه، چې ښځه هيڅکله سړي سره برابره نه ده او د هر يو ځانته جلا جلا دندې او مسؤوليتونه دي.

د اردوګان دغو څرګندونو د لويديځو هېوادونو په بشري ټولنو او حکومتونو کې يو لړ انديښنې راپارولي دي، مګر اردوګان وايي، چې لويديځې رسنۍ او حکومتونه دوه مخي دي، ځانته يو څه او اسلامي نړۍ ته بل څه غواړي.

د اردوګان د واکمنۍ پر مهال د ترکيې نفوس کې زياتوالی ليدل کيږي او د نوموړي حکومت تل خپل ولس هڅولی، چې ډېر بچي راوړي او په دې اړه د لويديځو رسنيو او انجوګانو تر اغېز لاندې را نه شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ډاکتر احمدی
میلمه

ډیره جالبه کیسه وه ماته