
په څو کرښو کې لوی مفاهیم (9)
حامد افغان
(۱)په وخت کې د برکت مجربه لاره
د سلفو یو عالم وایي: څومره مې چې د قرانکریم تلاوت زیات کړی هغومره مې په وخت کې برکت زیات شوی ده، تر دې پوري چې اوس د ورځې لس سیپاري تلاوت کوم. یو بل عالم ابراهیم المقدسي خپل شاګرد ضیاء المقدسي ته په وصیت کې وایي: د قرانکریم تلاوت زیات کوه په برکت به یې درسونه درته اسانه شي، ضیاء المقدسي وايي: پخپلو درسونو کې مې پوره تجربه وکړه چې کله به مې تلاوت ډېر کړی و ډېر حدیث به مې واوریدل او ولیکل او چې کم تلاوت به مې کړی و په هغه ورځ به مې کم حديث اوريدلي او لیکلي وو. ذیل طبقات الحنابله لابن رجب {۲۰۵/۳}.
(2) عدل کوئ
او تاسو عدل کوئ بې شکه الله له عدل کوونکو سره مینه کوي، وأقسطوا إن الله يحب المقسطين، [ الحجرات/9]، کله چې د چا په منځ کې عادلانه پرېکړه کوئ او د یوه لوري پلوي او طرفی نه کوئ نو غالباً دواړه لوري خپه کیږي او غوسه کیږي، او مینه خو خود نه درسره کوي نو د دواړو لوریو خپګان هم سخت دی خو د دې سختي په بدل کې الله مهرباني کوي او فرمایي: بې شکه الله له عدل کوونکو سره مینه کوي، . نو دریمګړی چې د عدل په برکت په الله ګران شي دواړه لوري دي خپه وي ستونزه نشته مهم شی د عدل پلي کول او د الله رضا کول دي او دا په عادلانه پرېکړه سره ترلاسه کیږي.
باید پام مو وي چې په پرېکړو او فيصلو کې له عدل کولو یواځي هغه فيصلې نه دي مراد چې د خلکو ترمنځ رواني وي او معلوم خلک ورته ټاکل کیږي، بلکي خبره عامه ده موږ او تاسو هر یو هر وخت له وړو یا لویو پرېکړو ورسره مخامخ کیږو، لکه د ملګرو ترمنځ عدل، د اولاد او کوروالو ترمنځ عدل او.. او د الله امر د ټولو له پاره ده، نو هر وخت مو باید د الله دا امر په یاد وي چې فرمایي: عدل کوئ.
(3) زنا ته مه نږدې کیږئ
ً
قرانکریم مسلمانانو ته امر کوي چې زنا ته مه نږدې کیږئ ! ځکه زنا ډېره لویه ګناه ده او ډېره بده لاره ده، د قرانکریم الفاظ دادي: وَلاَ تَقْرَبُواْ الزِّنَى إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاء سَبِيلا، دلته د قرانكريم له حكمته ډكو جملوته یوڅه تم کیږو په قرانکریم کې د شرک، غیبت، ظلم او نورو ګناهونو په اړه الله جل جلاله مستقیما له هغې ګناه نه د منعي امر کړی دی لکه: ولاتشرکوا یعني تاسو شرک مه کوئ ! ولایغتب بعضکم بعضا یعني تاسو د یوه بل غیبت مه کوئ ! ولاتظلموا یعني ظلم مه کوئ ! خو د زنا په اړه الله جل جلاله وایي: ولا تقربوا الزنی : تاسو زنا ته مه نږدې کیږئ ! داسی یې ونه ویل چې : ولا تزنو ا یعني زنا مه کوئ ! بلکي ویې فرمایل: ولاتقربوا الزنی یعني زنا ته مه نږدې کیږئ .
مفسرین لیکې: چې داسې ځکه شوي دي چې په دې سره مطلب دادی چې یواځي زنا نه بلکي هغه ټول اړوند کارونه چې د زنا لامل او سبب کیږي او زنا ته انسان نږدې کړي هغه ټول حرام دي لکه له نامحرمی ښځي سره یواځي کیدل یا بې ضرورته خبرې ورسره کول یا لکه په نیټ کې چې نن سبا له پردیو ښځوسره خبرې کیږي، دا راز ښکلول یا پردیو ښځو ته کتل یا یې انځورونه او عکسونه کتل او نور هغه اسباب چې زنا ته سړی را کاږي هغه ټول حرام دي .
(4) ښه کارونه او په پټه خیرات
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: تاسو خامخا ښه کارونه کوئ ځکه دا مو له مصیبتونو او هلاکتونو ژغوري، او تاسو په پټه خیراتونه کوئ ځکه په پټه صدقه د الله عز وجل غوسه ختموي.
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ , عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ , قَالَ : عَلَيْكُمْ بِاصْطِنَاعِ الْمَعْرُوفِ , فَإِنَّهُ يَمْنَعُ مَصَارِعَ السُّوءِ , وَعَلَيْكُمْ بِصَدَقَةِ السِّرِّ فَإِنَّهَا تُطْفِئُ غَضَبَ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ . [صحيح الجامع].
(5) ډېرو امامانو ویلي دي چې عمربن عبدالعزیز رحمه الله په خپل وخت کې هر څوک په حکومتي دنده ګومارلی و هغه به ثقه او کره عالم و . البدایه والنهایه لابن کثیر: ۲۱۶:۹.
(6) سفیان ابن عیینه رحمه الله وایي: که علماء د الله د ثوابونو ترلاسه کولو له پاره علم ترلاسه کړي خلک به یې درنښت او احترام کوي، او که د دنیا ترلاسه کولو په نیت وي نو خلکو ته به سپک وي. الآداب الشرعية لابن مفلح (2/122).
(7) د اولاد په اصلاح کې د حلال مال د اغیز په اړه د امام بخاري رحمه الله د پلار خبره د غور او دقت وړ ده، د ده پلار اسماعیل وایي: زما په شتمني کې یو حرام درهم هم نشته او یا داسي چې د حرمت شبه په کې وي. سیر الاعلام النبلاء.
(8) موږ په قاضیانو کې غږېږو چې عادلانه پرېکړې نه کوي، رشوتونه او بډې وهي او .. خو پخپلو مجلسونو کې هر وخت بې له کوم دلیله او شاهده ګڼ شمیر خلک متهموو، تورنوو او محاکمه کوو! . اللهم سترک .
(9) هغه کس تر ټولو تاواني دی چې الله یې پرې ایښی وي او په ځان بوخت وي او هغه کس له ده هم تاواني دی چې ځان یې هم پرې ایښی وي او په خلکو بوخت وي.
(10) تلویزون
فریډ الن وایي: ټلویزون داسي شی دی چې هغه خلک ورته کښېني چې هیڅ کار نه کوي، څو هغه خلک په کې وویني چې پرته له خبرو هیڅ کار نه شي کولی. او فرانسوي فیلسوف او ارواپوه جان بوډریلارډ وایي: په ټلویزون کې شپه نه راځي هر وخت ورځ وي نو ځکه هغه موږ له تیارو، شپې او د حالاتو له بل اړخ نه ویروي.