fbpx

طالبان: د کونړ په اړه پروپاګند؛ محاصره عسکرو ته د روحيې ورکولو په موخه کېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲مه، ۱۳۹۳ل): نن سهار د کونړ ولایت سیمه ییزو چارواکو خبر ورکړ چې بهرنیو ملګرو يې د کونړ په دانګام ولسوالي کې په طالبانو بمباري کړي ده او لسګونه تنه يې له منځه وړي دي.

په کونړ کې د ۲۱۰ سیلاب قول اردو د دویمې پلي لوا مطبوعاتي مسوول وايي چې د اردو په ځمکنیو او د بهرنیانو دوستانو په هوايي عملیاتو کې ۱۳۶ طالبان وژل شوي او ۱۳۸ نور ټپیان دي.
د دوی په خبره په وژل شويو او ټپیانو طالبانو کې پاکستاني طالبان هم شامل دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دولتي مسوولینو پورته څرګندونې په دانګام کې د ایسارو عسکرو لپاره د روحي ډاډ لپاره «پروپاګند» بولي او وايي چې د دوی ملګرو ته هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

د طالب ویاند په خبرپاڼه کې راغلي چې ملګرو يې د تېرې شپې د بمبار یواځې غږ اورېدلی او په خبره يې له دوی نه په لرې فاصله کې شوی او هیڅ طالب ته پکې تاوان نه دی رسېدلی.

تېره ورځ طالبانو پخپله رسمي برېښنا پاڼه کې د کونړ د دې دوولس ورځنۍ جګړې په اړه ویډیويي فلم خپور کړ،چې پکې يې پر دې ټینګار کړی و، چې دغه جګړه د دوی په خبره افغاني طالبان د کونړ د ولس په مرسته پر مخ وړي.

طالبانو په دې جګړه کې د پاکستاني طالبانو د موجودیت ادعاوې د پردیو «غلامو رسنیو» تبلیغات بللي او ويلي يې دي چې دا د کونړ د ولس «ویاړلې حماسه » ده.

یاده دې وي د کونړ په دانګام ولسوالي کې له تېرو دوولسو ورځو راهیسې جګړه روانه ده، چې د چارواکو په قول تر اوسه پکې د ملي اردو او اربکیانو ۴۸ تنو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

طالبان وايي چې تر اوسه يې شپاړلس پوستې تر خپل واک لاندې کړي دي او درې کلي يې بشپړ له اربکیانو پاک کړي دي.

په دانګام کې د اربکیانو مشر مزمل وايي چې دوی له دولته مرسته غواړي، خو په خبره يې ځمکني کتارونه د طالبانو په ماینونو او بریدونو کې بند پاتې شي، دوی وايي چې باید هوايي ملاتړ يې وشي.

بهرنیو چورلکو په داسې حال کې د کونړ په دانګام کې بمباري کړې ده، چې په افغانستان کې د ناټو پوځي ماموریت پای ته په رسېدو ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د