له رسته لاس لوړ نه: کارمل، نجیب، حامد کرزی، اشرف غني

کرزی د کارمل او غنی د نجیب ځای ونیولو

لیکوال: الحاج استاذ بیانزی

امریکایان د روسانو او ناتو د وارسا کاپي، کرزي د کارمل او غني د نجیب ځای نیولی دی .

د کمونیستي اصلی لانجه د سردار داود له دوری پیل شوه ، له هغه وروسته ترکې او امین هم د څو ورځو پاچاهان شول ، مګر ببرک کارمل بیا شاه شجاع پاچا وو چې د روسانو او وارسا د یو نیم لک فوځ سره یو ځای د هغو په ټانکو سپور زمونږ ګران هیواد ته راوړل شو او د جمهور ریس په نوم په زوره زمونږ په مظلوم اولس وتپل شو، حامد کرزي هم کټ مټ د ببرک په شان د امریکایانو او ناتو د یو نیم لک فوځ سره یوځای د هغو په ټانکو سپور زمونږ ګران هیواد ته راوړل شواو د جمهور ریس په نوم زمونږ په مظلوم اولس په زوره وټومبل شو .

روسانو ، به چې کوم هیواد مستعمره کړو د هغه هیواد غلامي اداری ته به د وارسا د کمونیستي پکت د غړیتوب وياړنی تر لاسه شوي د وياړنو نتیجه به یې دا وه چې د نوي بدمرغه مطلوب هیواد د مستعمره کولو د پاره به یې له ځانه سره په وارسا پکت کې ملګری کړل چې شمیر یې زمونږ د هیواد د مستعمره کولو وخت کې ۲۲ هیوادونو ته رسیدلو زمونږ د مظلوم اولس د مهارولو د پاره یې د یونیم لک وحشي فوځ سره څه د پاسه لس کلونه له هر ډول وحشت او وژنو کار واخست زمونږ دوه میلونه بی ګناه او بی دفاع افغانان یې په دی تور ( چې دوي ولی مسلمانان او خپلواکې غواړی ) په شهادت ورسول ، ډير شمیر یې دایمی معیوب ( چې نیم مړه او نیم ژوندی ګرځی ) ژوند تیروي ، څو میلونه یې بی کوره او بی اوره او په هجرت کولو مجبوره کړل .

مګر دا چې زمونږ غیرتی او مجاهد اولس ( چې کله یې هم د دین او خاوری دښمنانو ته د غلامي سر نه دی ښکته کړی ) یو ځل بیا د روسی کمونیستي سور استعمار په مقابل کې د الهی عظیمو ازموينو سره مخ شول د خاوری او دین د دښمنانو سره یې جهاد پیل کړو بی ساری هر اړخیزی قربانی یې ورکړی هغو قربانیو او پاکو وينو تويولو ته یې الله جل جلاله په ارزښت قایل شو، روسانو د خپل ټول زور او وحشت کارولو سره سره زمونږ مجاهد اولس د ټولو مادی کمزوریو سره سره نه یوازی دا چې مهار او غلامان نه کړی شول بلکه روسان او د وارسا کمونست بلاک خپله مهار او د شرمیدلو ماتو سره مخ شول له تیښتی مخکې یې د ارګ واک اخری نوکر ( نجیب ) ته وسپارلو.

امریکانو ، هم کټ مټ د روسانو په شان د خپلو استعماري کړنو په اوږدو کې چې به یې کوم هیوادونه د خپل نفوذ لاندې راوستل د ناتو کاپیتالیستی بلاک د غړیتوب وياړنی به یې تر لاسه کړی او د ناتو غړیتوب به یې ترلاسه کړو او په څنګ کې یې ورسره د ملګرو ملتونو اتحادیه چې واک یې د پنځو هیوادونو ( د امنیت شوری ) په واک کې وو د امریکا په مشری د ناتو د اتحادیه د یهودی ماسونیزم ( نړۍوال ګوند ) له خوا رهبری کېدله ، د دغه ګوند لويه لاسته راوړنه د دموکراسی په نوم نړۍوال دین یا نظام جوړونه او په ټولو نړۍوالو د هغه نظام قبلونه او تعقیبونه وه، ادیان باید خپلو عبادت ګاهګانو کې مصروف شي د ټولی نړۍ حکومتی تشکل باید سکولریستی وي . د دی ګوند غړی د نړۍ په ټولو هیوادونو کې لوي سرمایداران او سیاست مداران وي چې اکثریت یې یهودان او بیا صلیبیان تشکېلوي د دوي اولنی هلی ځلی دا دی چې نړۍوال سیاسی قدرت د دوي د غړو سره وي .

د هغه دیموکراتیک نظام او د نړۍوال حکومت دتاسیسولو په هڅو کې شول د دغه ګوند نهایې هدف ( په هره بیه چې وي ) د نړۍوال حکومت تاسیسول وو چې قدرت کل به یې د همدې ګوند د غړو په واک کې وي ، دوي د نړۍ نورو ادیانو او قومونو ورسره دا فرضیه یا نوښت د ډالرو او یا د مرمیو په زور منلی وو یوازینی ستونزه اسلامي نړۍ وه چې د ځانګړی سیاسی نظام ( شریعت ) دعوي یې درلودله د نورو دینونو سره دی وړتیا شتون نه درلود نو د اسلام نړۍ سیاسی قدرت یې هم تر لاسه کړو په ګروپی شکل ځینې مسلمانان پاتې شول چې مرکزیت یې په افغانستان ، پاکستان او یا په منځني ختیز کې وو ، د هغوي د ځپلو د پاره یې د سپتمبر د یوولسمې پیښه رامنځته او د هغو په ضد یې اول صلیبی او بیا د نړۍوال تروریزم په نوم نړۍواله جګړه پیل کړه، لومړی حمله یې زمونږ په ګران هیواد چې پاکستان هم په نظر کې ورسره نیول شوي وو او بیا یې په منځني ختیز یرغل وکړو .

دغه وخت چې شوروي اتحاد او د وارسا کمونیستي بلاک د همدې مجاهد اولس په واسطه مات شوي ( وارسا په ناتو کې مدغم ، شوروي اتحاد په روسی فیدراسیون او د کمونیزم الحادی فلسفه ابدی په موزیم کې پریوتله ) ، روسانو د افغانانو څخه د غچ اخستنی دپاره زمونږ په خاوره د امریکایې یرغل د پاره یې هم خپله د امریکا سره خپله ونډه او هم د افغانی کمونستانو دندی شریکې کړی له بل اړخه امریکا د جهاد په دوران کې تش په نامه جهادي رهبران او قوماندانان هم په ډالرو اخستی وو .
نړۍوال یهودی ماسونیزم د امریکا په مشری د ناتو ، کمونیستي او اسلامي هیوادونه له بهره ( چې شمیر یې دغه وخت ۴۸ هیوادونو ته رسیدلو ) او د هیواد دننه جهادي رهبران ، قوماندانان د اروپا او امریکا ایزمیان یې د تکنوکراتانو په نوم په یوه وندر او د یو نیم لک عصري فوځ ، تآنکونو ، الوتکو او د نورو نظامی مهماتو سره په ګډه یې زمونږ په مظلوم اولس وحشيانه یرغل وکړو په داسی حال کې چې له زخمونو یې وينی بهیدلی ، ستړی ، بی کوره او بی اوره وو ، نوي یهودی استعمار د نړۍوال استعمار په نوم د نوو عصري وسیلو ، پیسو ، وسلو، استثماری پلانو او پالیسیو سره ( چې د روسانو وحشت یې نسوار هم نه وو ) د نړۍ د فعالو مسلمانانو سره د جنګ ډګر ته راووتل لومړی یرغل یې زمونږ په مجاهد اولس وکړو چې تر ټولو ورته په جنګ کې پیاوړی ښکاره کېدل د اسلامي امارت حکومت یې په څو اونیو کې ونړاوو د حامد کرزي په مشری یې په بن کې فرمایشي اداره وټاکله او زمونږ په مظلوم اولس یې په زوره وتپله.

د امریکایانو ، روسانو ، وارسا او ناټو د ورته والي د پاره به په پورتني معلومات کافی وي او یا به یې تر دی زیات په بل مناسب وخت کې تشریح کړو اوس به د ( کارمل او کرزي ) ورته والي د روسانو او امریکایانو د راننوتلو وخت او د ( نجیب او غني ) ورته والي د روسانو او امریکایانو د وتلو او تيښتو وخت سره پر تله کړو :

لومړی : د روسانو اولنی غلام – ببرک کارمل –

دوهم : د امریکایانو اولنی غلام – حامد کرزی-

روسان څرنګه چې د سردار داود سره مخلص نه وو په خپل لاس جوړو شوو ، روزل شوو ، تمويل شوو ، او تجهیز شوو کمونستانو سره هم له اوله مخلص نه وو یعنی د یوه کمونیستي ګوند په ځای یې د ( خلق او پرچم ) په نوم دوه ګوندونه اوهغه یې خپلو کې سره ويشلی وو هر یو ته به یې بیلی بیلی دانی اچولی ، زه نه وایم چې دی ويشنی ورته د روسی شومو پلانو د عملی کولو د پاره ( چې د نورو دوستانو په شان زمونږ دهیواد هضمول وو ) به ورته ګټه نه کوله ، مګر دا چې دوي افغانی تاریخ نه وو لوستلی له انګریزانو یې هم هیر شوي وو چې پوښتنه وکړی، د هغه ولس سره لاس او ګریوان شول چې له مرګه نه ډاریدل برخلاف مرګ له دوي ډاریدلو یعنی مرګ ته په لیوالتیا غیږ ورکوي همدغه د ګوندونو ويشنو ورته د دوي د هیلو خلاف نتایج تر لاسه کړل .

د لسو کلونو پوره وحشت او دوه میلونو افغانانو په وژلو سره سره د افغانستان مستعمره کول ورته د زهرو مړی شوه چې نه یې تیرولی او نه یې غورځولی شوه د داسی شرمیدلو ماتو سره مخ شول چې هیله یې نه درلودله دا چې کفر بیل او اسلام واحد ملت دی دا همدغه وخت په ډاګه شوه ، روسانو د دی په ځای چې زمونږ د مظلوم اولس سره روغه اوجوړه وکړی بریاوي یې ورله په رسمیت وپیژنی د تپل شوي جنګ تاوان ورکړی او د راتلونکې دپاره ژمنه ورسره وکړی چې له دی وروسته به د دښمنیو په ځای ښه ګاونډیتوب سره لرو ، دا ورته په ډیره لويه بیه تمامیدله چې مسلمانانو ته ځان ښکته راولی ، خپلو استعمارګرو رقیبانو هر یو انګریزانو او امریکایانو سره یې لاسونه او غوږونه نزدی کړل زمونږ څخه د غچ اخستنی په خاطریې زمونږ ګران هیواد انګریزانو او امریکایانو ته حواله کړو دغه وخت دی چې د کارمل دوره ختمه او دنجیب دوره پیل کېږی ، نجیب پښتون نسله وو چې پښتانه ورباندی وويشل شي .

کله چې روسانو زمونږ ګران هیواد د خپلی غچ اخستنی په خاطر انګریزانو یا امریکایانو ته حواله کړو او د انګریزانو چې لا پخوانی دشمنی او غچی اخستنی یې د وزیر اکبرخان له وختونو ورته زړونو او تاریخونو کې پاتې وي دا یې د خپل غچ اخستنی مناسب وخت وګڼلو او د روسانو افر یې په ورین تندی په دی هم ومنلو چې که افغانستان کې اسلامي نظام پیاده کېږی ، ډیر ژر به یې د سولی او هوساینی پلوشي شرق او غرب ته ورسیږي ، په هغه وخت کې به د دوي د پاره ډیره ستونزمنه یا نه کېدونکې وي چې د اسلامي نړۍوال نظام مخه ونیسی لکه له کمونیستانو څخه چې یې د اسمان ستورو ته یې پناه وړله له مسلمانانو به یې بیا چیری پناه اخستله که مسلمانانو دوي ته د ژوند کولو چانس ورکړی هم وي د غلامولو او استثمارولو مخه خو یې نیول کېدله چې دوي ته یې ډير حیاتی اهمیت درلود .

د دغی د پاره یې د روسانو حواله کول ومنلو او یا دوي ورته زمونږ د هیواد د حواله کولو وړاندیز کړی وو روسانو د دوي وړاندیز ومنلو له هری خوا چې وړاندیز وو وراندیز د دواړو په ګټه وو دواړو ومنلو روسانو دا هم ورسره ومنله چې په حواله کولو کې به مرسته هم ورسره کوي ، دوي احمدشاه مسعود ته دستور ورکړو چې د روسانو سره د افغانستان څخه په وتلو کې مرستی وکړی او روسانو ورسره زمونږ په خپل منځی جنګونو کې د مرستو ژمنی وکړی ، نوي نړۍوال یهودی استعمار چې مخکې له مخکې یې د دی د پاره تیاری نیولی وه د سپټمبر د پیښی په رامنځته کولو یا بهانه نیولو یې د اسلامي امارت حکومت یې په ډیر وحشت او غرور سره نسکور او د حامد کرزي په مشری یې نوي د بن فرمایشي اداره په زور وټومبله ، د ډالرو بوجی یې هر چاته خلاصی کړی د کرزي سره یې اخوانیان ، کمونستان او سکولریستان یو ځای کړل چې څه یې له اوله ملګری وو او څه یې وروسته په اوچته بیه رانیول . دوه دری میاشتی وروسته افغانستان کې حالات داسی معلومیدل چې ارام دی ، دوي د بل پټی ( عراق ) للون ته بډې ووهلې ، فکر کوم دا کار د اسلامي امارت د مشرتابی د پاره مناسب وخت او طلایې چانس شو له دی یې په زیاته پیمانه ګټه پورته ځانونه یې سره منظم او د نوي نړۍوال استعمار په ضد یې جهاد پیل کړ.

زمونږ مظلوم اولس په دی تیرويستل شوي وو چې نړۍوال استعمار به دوي ته د روسانو په شان کور کالی ډوډی ورکوي هغسی نه وه برخلاف مظلوم اولس یې د خاورو سره خاوری کړل ، یوازی هماغه د ګوتو په شمار خلکو څخه یې میلونران او بیلونران جوړ کړل چې په غلامه اداره کې یې لوړ پوړی چارواکې وو مظلوم اولس یې د هغو په غلامي کې راګیر او د غلامي اداری لوړ پوړو چارواکو د بادارانو په دستور په مظلوم اولس هر ډول ظلم ، فساد او هرډول خیانت روا او جایز وګڼلو ملت د مقاومت سره ملګری شو ، مقاومت ورو ورو ملی بڼه غوره کړه یعنی جهاد د افغانستان په ټولو ولایاتو کې هر چیری په لږه او زیاته پیمانه خپور شو ، نړۍوال استعمار د دی په ځای چې خپل روش او پالیسیو ته بدلون ورکړی یعنی په اولس مهربانی وکړی کار ورته پیدا کړی ، ژوند یې وربرابر کړی لا يې ورباندی له وحشت او شدت څخه کار واخست چې همدغه د اشغالګرو وحشت او جدیت د کرزي دوره ۱۳ کلونو ته اوږده کړه د حامد کرزي د پاره طلایې چانس وو چې د نړۍوال استعمار د اخری وحشت ، وژنو او غرور ورځی وي ، حامد کرزي ډیر مداری او چالاکه وو استعمار د کرزي په کچې بل بدیل نه درلود چې د دوي استعماري کړنی تر سره کړی تردی چې په اشرف غني یې تنده ماته شوه او د هغی وړ یې وګانه د کوم د پاره چې یې پرې سرمایه ګذاری کړی وه ، کرزي په ښکاره لیری مګر پټه کې اوس هم د غني سره لاس اړونه لری .

د حامد کرزي دوره د مصلحتونو دوره وه ، یعنی ټولی مقرری او برطرفی د اشغالګرو له خوا وي چې کرزي هغی ته دمصلحتونو نوم پیدا کړی وو دا می د مصلحت له مخی مقرر او یا برطرفه کړو لکه دوستم چې کرزي تر اخره بندی نه کړی شو یا عطا محمد نور چې د کرزي په شان ۱۳ کلونه د بلخ جمهور ریس وو یعنی مصلحت داسی وو ، نو کرزي تر ټولو لوي ولی هوښیار غلام وو او بخت یې په دی ويښ وو چې د اشغالګرو د زور په ورځو کې جمهور ریس وو ، د غلامي تړون یې نیمه شپه په کرزي او هماغه تړون د اشرف غني د ریاست په دوهمه ورځ لاس لیک کړو ، که دریم ریس جمهور ته وخت پاتې شو په هغه یې هم لاس لیک کوي ، دا د هر جمهور ریس وجیبه او فرض عین دی چې که ریس جمهور پاتې کېږی باید د غلامي سند به د اشغلاګرو سره لاسلیک کوي.

avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Ghafoor
میلمه
Ghafoor

ستا سو تل ګټورې ليکنې په پښتو ژبه کې يواځې محدود باسواده پښتانه لولي ، خو په انګيسي، اوردو او عربي ژوبو په ،په نړيواله کچه په کراتو لا نور هم اغيزمنه شي.

نعمان خان
میلمه

قدرمن استادالحاج بیانزی صاحب سلامونه اونیکي هیلي مو ومنئ ،ډيره ښکلې تحقیقي اوتاریخي لیکنه مو کړې الله تعالی دي اجرونه درکړي ،خدای جلجلاله دي ستاسي غم نه راکوي امین صحتمن اوخوشحال اوسئ

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

غفور صاحب او نعمان صاحب ډواړو وزونو له تشویقولو یوه نړی مننه کوم ، زمونږ لیکنی د ادبیاتو له مخی فکر نه کوم دومره موثره وی مګر د یو سپیڅلی هدف له مخی دی هڅی مو دادی چه خلکو ته ته هغه حقایق په ګوته او په داګه کړو چه د وخت دجالی داخلی او خارجی میدیا یی پټوی او یا بل رنګ ورکوی ، څه چه زه لیکم هغه هم ستاسی په شان ورونه مونږ ته انرجی راکوی . د غفور صاحب وړاندیز چه په عربی ، انګلیسی او اردو ژبه کی ډيره ادبی وارسی نه لرم چه ژباړنه… نور لوستل »

gul
میلمه

بیانزی حاجي صاحب ښې لیکني کوي او داچې په پاک نیت یي کوي ضرور به ښه اثر هم لري، مګر خبره داده چې لږ خبره ترې اوږده شي که یي مطلب په لنډو الفاظو کې راوړلی نولوستونکی نه به ورته وارخطا کیده او ترپایه به یی لوستله په انټرنیټ کي اوس خلک لنډې لیکنې خوښوي

افغان ځلمی
میلمه
افغان ځلمی

ګل صاحب : ستاسی دا نیوکه (چه د بیانزی صاحب لیکنی څه ناڅه اوږدی دی ) باندی به زه څه رڼا واچوم ، د هغه یو ه تبصره به ستاسی د نیوکی د ځواب د پاره رانقل کړم : [ په فیس بوک یا میدیا کی په بیلا بیلو کجو او اهدافو لیکونکی شته چه ډير یی مسلکیت لری یعنی د هغوی هڅی داوی چه خپلی لیکنی د املایی او ادبی خطاګانو نه لرلو سره سره د خلکو روحیات هم نظر کی نیسی ، چه د ورځی مود څه شی دی ، په کوم ډول طرز تفکر او یا څومره… نور لوستل »