د ګوانتانامو زندان څخه د نویو را خلاص شویو بندیانو سره – مرکه

نن ټکی آسیا: د تکل په نامه پښتو ویب پاڼې د ګوانتنامو څخه د تازه را خلاص شویو بندیانو څخه د ددوو کسانو (عبد الغني او شاه ولي) سره مرکه کړې، چې د خپل اهمیت له وجې یې مونږ هم د تکل ویب پاڼي څخه په مننه کټ مټ نشر ته سپارو.

(۲/مرغومی/۱۳۹۳) تکل ويب پاڼې د ګوانتانامو د هغو څلورو زندانيانو څخه  له دوو ( عبدالغني او شاه ولي ) سره  يې مرکه کړې  چې  درې ورځې وړاندې (د ليندۍ په ۲۹ مه)  را خلاص شول او د ګوانتانامو د ځينو حالاتو په اړه يې پوښتنې ورڅخه کړي، ستاسو پام ورته را اړوو:

تکل: له هر څه وړاندې که خپل ځانونه را وپېژنئ؟

لومړی : زما نوم شاه ولي دی، د کندهار ولايت ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکی يم.

دوهم: زما نوم عبدالغني د کندهار ولايت اوسېدونکی.

تکل: دا چې ستاسو په راتګ افغانان او عام مسلمانان خوشحاله شول، تاسو پخپله څه احساس کوئ؟

شاه ولي: ټول مسلمانان دې الله له زندانه وساتي، موږ هم ډېر خوشحاله يو چې الله تعالی يو ځل بيا په ژوند کې ازادي را نصيب کړه.

تکل: تاسو په ګوانتانامو کې څو کاله بنديان وئ؟

شاه ولي: خواو شا دوولس کاله.

تکل: د  دوولسو کلونو په لړ کې ستاسو له خپلې کورنۍ سره اړيکه وه؟

شاه ولي: په لومړيو کلونو کې مو د ليک له لارې کورنيو سره اړيکې وې او بيا وروسته الله تعالی فضل وکی او د تيلفون اجازه مو تر لاسه کړه.

تکل: د تيلفون اجازه مو له څومره وخته تر لاسه کړې وه او د تيلفون پر مهال د امريکايانو چلند درسره څه ډول و؟

شاه ولي: خواوشا پنځه کاله مخکې مو د تيلفون اجازه تر لاسه کړې وه او له هغه وخته هر بندي کولای شول په دوو مياشتو کې يو ساعت د سټلائټ له لارې خپلې کورنۍ سره خبرې وکړي؛ خو دا وخت له څه مودې را هيسې را کم شوی و او اوس هر بندي کولای شول يوه مياشت کې خپلې کورنۍ سره خبرې وکړي.

د امريکايانو چلند راسره داسې و چې له خپلې پنجرې به يې لاس تړلي را ووېستو او د تېلفون په ځانګړې خونه کې به يې په لاس او پښو کې ځنځيرونه را اچولي وو او بيا به يې پر ځمکه پورې تړلي وو او د عسکرو تر څارنې لاندې به مو خبرې کولې.

تکل: طبعا د زندان هره سحنه سخته وي؛ خو ځينې سحنې يې ډېرې سختې وي، د تېرو دوولسو کلونو په لړ کې ستاسو لپاره تر ټولو بدې او نه هېرېدونکي سحنې څه وې؟

شاه ولي: که څه هم په لومړي سر کې د پرلپسې شکنجو په پاله کې ځينې ملګري معيوب او ځينې آن شهيدان شول؛ خو زموږ لپاره تر ټولو سختې سحنې هغه وې چې کله به امريکايانو زموږ د دين او قرآن کريم سپکاوی کاوه او داکار به هغوی د بنديانو د روحي تعذيب په موخه کاوه؛ خو بنديانو هر ځل تر خپله وسه د هغوی د داسې کړنو مخه نيولې وه او په داسې وختونو کې هر بندي د قرآن کريم په خاطر سر ورکولو ته هم اماده شوی و، همدا اوس چې موږ راتلو ډېرو بنديانو د دغسې کړنو په وړاندې د غبرګون په توګه د نه خوړولو احتساب کړی و.

دوهم دا چې کله ناکله به دوی د بنديانو سخته تالاشي اخيستله چې دا کار هم بنديانو ته د زغمولو وړ نه و، نور نو د زندان هره سحنه د انسان نه هېرېږي خو دا هغه څه و چې موږ به يې کله هم هېر نه کړو.

تکل: نن سبا د امريکايانو له لورې د بنديانو د شکنجه کولو خبرې کېږي، تاسو د دوولسو کلونو په لړ کې داسې څه وليدل؟
ګوانتانامو کې قرآن کريم

عبدالغني: سترګې يې په ليدلو شرمېدلې، غوږونه يې په اورېدلو شرمېږي او ژبه يې په ويلو شرمېږي، د انسان په حق کې دوی داسې چلند کړی چې موږ يې هيڅ نشو بيانولای.

شاه ولي: له ځينو خاصو بنديانو سره ډېر بد چلند کېدی، شکنجه کېدل او داسې جزاوې ورکول کېدلې چې انسان يې يادولای هم نشي.

تکل: د نيول کېدلو په لومړيو ورځو کې د امريکايانو چلند درسره څه ډول و؟

شاه ولي: زه يې چې کله ونيولم کندهار ته يې يووړم هلته يې درې ورځې را ځړولی وم، بيا يې د کندهار ميدان ته راوړم هلته له يوې شپې تېرولو وروسته يې يو بل داسې ځای ته يووړم چې ما نه پېژندی، هلته ډېر بد چلند و ډېر بد چلند و، زه يې نسم بيانولای.

تکل: دا چلند د امريکايانو له لورې درسره کېدی که د داخلي عسکرو له لورې؟

شاه ولي: د امريکايانو له لورې، يوازې هلته ساتونکي عسکر داخليان ول يو وخت يو داخلي عسکر راڅخه پوښتنه کوله چې نوم دې څه دی زما غوږونه او خوله تړلي وو نه مې اورېدل او نه مې خبرې کولای شوې بيا يې راڅخه پوښتنه وکړه خو چې ځواب مې ور نه کړ پر سر يې په لغته ووهم ويل نوم راته ووايه.

تکل: ويل کېږي چې د ګوانتانامو له زندانيانو سره په لومړيو شپو کې ډېره سختي کېدله، تاسو يې چې اول يووړئ د امريکايانو چلند در سره څه ډول و؟

شاه ولي: د افغانستان په زندانونو کې چې يې کوم چلند راسره کړی و هغه ډېر سخت و، دلته يې يوه مياشت زما په غوږونو کې لاسپېکرونه لګولي وو او په لوړ غږ يې راته ټيپ چالانه کړی و چې له امله مې د يو غوږ پرده وشکېدله او دا بل هم سم کار نه کوي.

تکل: ستاسو د خلاصون خبر تاسو ته کله درکړل شو؟

شاه ولي: اووه (۷) کاله وړاندې د بش په وخت کې د امريکايانو لوی جنرالان راغلل او موږ ته يې ورقې راکړې ويل تاسو څلور تنه خلاصېږئ، موږ له هغې ورځې څخه انتظار وو چې نن به ځو سبا به ځو، په دې لړ کې يو کال ووتی بيا چې کله اوباما راغی د ۲۰۰۹ کال د جنورۍ په شلمه نېټه د ګوانتانامو د بنديانو د دوسيو څېړلو لپاره يو کمېسيون وټاکل شو هغه کمېسيون هم ماته برائت راکړ او ويې ويل چې تا به په لنډ وخت کې داسې ځای ته واستوو چې ازاد ژوند وکړای شې، له هغې ورځې انتظار بيا تر ننه.

تکل: له هغه وروسته چې دوی تاته برائت درکړ او وعده يې درسره وکړه چې پرېږدو دې،  د دوی چلند درسره تغير وکړ؟

شاه ولي: نه، هيڅ تغير يې ونه کړ داسې چلند يې راسره کاوه لکه نوی چې يې وړی وم او له نورو بنديانو سره مې هيڅ توپير نه و.

تکل: څه موده وړاندې چې ستاسو پنځه ملګري را خلاص شول، هلته نورو بنديانو د دوی د خلاصون په اړه څه ويل؟

شاه ولي: هلته موږ ويل چې دا يوه تبادله ده او ډېر ورباندې خوشحاله وو.

عبدالغني: دا يوه تبادله وه، طالبانو سره يو امريکايي بندي و او د هغه پر سر خبرې کېدلې کله به خبرې ودرېدلې او کله به بيا روانې شوې بالاخره تبادله وشوه.

تکل: کوم ملګري چې به خلاصېدل هغوی يا تاسو به څه ډول احساس کاوه؟

عبدالغني: له دې امله به خوشحاله وو چې يو مسلمان ورور مو له زندانه خلاصېږي؛ خو له بل طرفه به خفه په دې وو چې يو ملګری راڅخه جلا کېږي او تر موږ به هغه خلاصېدونکی ورور د ملګرو په حال او فراق ډېر خفه و او چې هر يو به خلاصېدی د ملګرو په فراق او حال به يې ژړل (له دې خبرې سره د نوموړي له سترګو غټې غټې اوښکې راغلې)

تکل: دوولس کاله چې تاسو له کوره لېرې وئ د خپلې کورنۍ په اړه مو احساس څنګه وو؟

شاه ولي: طبعا د زندان ژوند ډېر سخت  وي او بيا په داسې سيمه کې چې له کوره په زرګونو کلو متره لېرې يوه جزيره کې بندي يې؛ خو خوښ په دې وو چې د اسلام په لار کې بنديان شوي وو ځکه مو دا هم د ځان لپاره افتخار باله.

تکل: څه فکر کوئ چې تاسو د چا په هلو ځلو خلاص شوئ؟

عبدالغني: زموږ په خلاصون کې هيچا ونډه نه ده لرلې، موږ يوازې د الله په فضل خلاص شوي يو او دا چې امريکايان د ګوانتانامو د زندان له امله  بد نام شول، اوس هغوی پخپله تصميم لري چې دغه زندان وتړي او بنديان يې خپلو خپلو هېوادونو ته وسپاري.

شاه ولي: موږ د الله په فضل  او د مسلمانانو د قربانيو په نتيجه کې خلاص شوو؛ خو د افغانستان له نوي حکومت او په ځانګړې توګه د سولې د شورا له غړو څخه هم مننه کوو چې دوی کله له امريکايانو څخه تسلېمولو د هغوی دا غوښتنه يې ونه منله چې زموږ لاسونو ته زولنې را واچوي، زموږ يې درناوی او ښه هر کلی وکړ.

په مجموع کې له اوسني حکومت څخه مننه کوو چې موږ يې ومنلو؛ ځکه چې په تېر حکومت کې امريکايانو موږ ته ويل چې تاسو زموږ له لورې ازاد ياست ؛ خو د افغانستان حکومت مو نه مني.

تکل: اوس مو تصميم څه دی، کابل کې ژوند کوئ او که خپلو ولايتونو ته ځئ؟

شاه ولي: دوی راته وويل چې هر ځای ستاسو خوښه وي هلته ژوند کولای شئ؛ خو چې بيا هغه کيسې تکرار نشي د څه له امله چې نيول شوي وئ.

تکل: اوس خو د حکومت له لورې کوم فشار يا نظر بندي نشته؟

شاه ولي: نه، هيڅ ډول نظر بندي نشته، په يو مېلمستون کې يو او بيا به خپل تصميم پخپله نيسو.

تکل: د پاتې ملګرو په اړه ستاسو له امريکايانو يا افغان ګډ حکومت څخه غوښتنه څه ده؟

شاه ولي: زموږ غوښتنه دا ده چې په ګوانتانامو کې پاتې بنديان هم ټول بې ګناه دي، هيڅ تور نه دی ورباندې ثابت شوی؛ نو بايد هغوی هم پرېښودل شي.

تکل: افغان حکومت له امريکايانو غوښتي چې پاتې بنديان هم پرېږي، څه فکر کوئ چې دا غوښتنه به پر امريکايانو اغېز وکړي؟

عبدالغني: د افغان حکومت غوښتنې پر امريکايانو هيڅ اغېز نه لري، هغوی خپل تصميم لري چې کله يې خوښه شي خوشي کوي يې کنه د چا غوښتنې يې پلان بدلولو ته نشي اړ ايستلای.

تکل: اوس چې امريکايانو سره د سولې خبرې روانې دي، تاسو څه فکر کوئ چې په اوسنيو شرائطو کې سوله ممکنه ده؟

عبدالغني: په داسې شرائطو کې چې امريکايي يرغلګر زموږ پر هيواد واکمن وي، سوله هيڅ ممکنه نه ده، څو چې امريکايي ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستانه وتلي نه وي په دې سيمه کې امن نشي راتلای.

تکل: د وروستۍ پوښتنې په توګه مو مسلمانانو ته پيغام څه دی؟

عبدالغني: له ټولو مسلمانو مننه کوو چې موږ ته يې دعاګانې کړي دي او زموږ په راتلو يې خوښي څرګنده کړې ده، پيغام مو دا دی چې بايد فکر وشي چې څه کېږي او څه بايد وشي؟ او کم تر کمه دومره بايد پوه شو چې حق کوم لوری دی او باطل کوم دی.

تکل ویب پاڼه:

http://takal.net/?p=1333

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمودالغزنوی
میلمه
محمودالغزنوی

د تکل،أونن دواړوپاڼوله اداروأوکارکونکوڅخه یوه نړی مننه،أوددغه دواړوبندیانووروڼو نه ماتیدونکی ایمانی ،اسلامی،أوافغانی هوډ،عزم،حوصلی،متأنت،أوارادی ته سلام ،پای پدغوټکو،أللهم خلّص أساراناالمظلومین بحرمةنیّک الأمین صلی الله علیه وسلم