شعـــــرونه

غزل ـ عرفاني

عرفان الله عرفاني

ليکم به دمينې لېونی غزل
اوس مې شوجانانه رازلمی غزل

نوربه کړوخبرې غزلوباندې
ته به راته وايې پرونی غزل

ناست دی پرګړنګ يوغزل بول شپونکی
ځم ورجوړوم يوغرنی غزل

دښتوکې کيږدۍ يې څومره خوندکوي
ټول کړی بدرګه يوکوچيانی غزل

خيال مې دخيالوکلي ته تللی دی
ګوري هلته نوی ګلالی غزل

تاسې به رابولم دغزل شپې ته
زه به درته وايم وطنی غزل

څوک به خوښوي مست دسنګر غزل
څوک به خوښوي مازديګری غزل

ويښې چې جذبې دپرګنوکړمه
وايم ترنم باندې ژوندی غزل

پام کره عرفاني چې له نظرنه شې
دودبه کړم تاته سپېلنی غزل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
gul

واه واه عرفاني صاب خوندور ده سبزی غزل دي را لورولی مننه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x