افغانستان

کاپیسا: سرښندونکو برید مرګ ژوبله واړوله

kapisa_car_bomb(نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۱۵)کابل: یوسرښندونکي هغه وخت خپل په باروتو باندي بار موټر ته چاودنه ورکړه کله چي دیو امنیتي پوستي له لوري څخه دتلاشي لپاره ودرول شو، له سیمي څخه عیني شاهدان وایی یوسرښندونکي کس چي په باروتو باندي بار موټریی روان کړی وو اوغوښتویی چي دکاپیسا ولایت پوهني ریاست وداني تربرید لاندي راولي.

خو چي دپوهني ریاست ته څیرمه دپولیسو پوستی ته ورسید اوپولیسو ورته اشاره وکړه چي موټرودروي اوتلاشي یی واخلي، مخکي لدي څخه چي پولیس دموټرپه تلاشي لاس پوري کو سرښندونکي موټرته چاودنه ورکړه.

له سیمي څخه امنیتي چارواکي وایی دچاودني له کبله دوه تنه پولیس اوڅلور عام وګړي وژل شوي دي، دوه پولیس اودري کسه نورلارویان ژوبل شوی دي.

ژوپل کسان نژدي روغتون ته رسول شوی دي او روغتیایی حالت یی دډاډ وړ ښودل شوی دي.

بخت الرحمن بخت…………………………… نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x