نظــر

څلور کونجه (چارچوبي) حکومت

لیکوال: خالد افغان زوی

د تبلیغاتو په پمپ پړسول شوی  مفکر اشرف غني چې اوس یي د فیسبوک ټوکیان موپکیر بولي، د انتخاباتي منډو ترړو په مهال  چارچوب لغت ډیر استعمالاوه، که به غونډې ته تقریر و، که د راډیو سره به مرکه وه او که به د تیلویزون مناظره وه، اشرف غني به په کې چارچوب چارچوب کول.

موپکیر صاب هرڅه ته چارچوب جوړاوو او وعدې یي ورکولې چې د افغانستان حالات او ټولې ستونزې به په چارچوبونو  کې را ایساري کړي او حل لارې به ورته پیدا کړي.

چارچوب څلورو لرګیو ته وای،چې سرونه یي په یو بل لګیدلي وي او مربع چوکاټي شکل یي رامنځته کړی وي،د انتخاباتو په مهال به چې اشرف غني د چارچوب ګردان کاوو، نو خلک به حیران وو چې دغه د فکر او تفکر ګوډی به دوی ته څه ډول چارچوب سازوي،چې دومره زیاته یادونه ترې کوي؟

خو دا څو ورځې کیږي چې د اولس سر خلاص شوی دی چې د چارچوبي ولسمشر مطلب څه وه؟ له ارګ څخه راوتلي تازه خبرونه وایي،چې د کابینې د جنجال له برکته دوه سري حکومت تکاملي پړاو وهلی او دوه نور سرونه یي هم راشنه شوي دي، هغه خلک چې په اجتماعي شبکو کې یي د نوي حکومت لپاره د  دوه سري هیش ټاګ کاراوو، له دې وروسته باید ورته څلور سری حکومت ووایي، بلکې زما په نظر خو د څلورسري په نسبت  چارچوبي حکومت یا څلورکونجه حکومت ښه اصطلاح ده البته تر هغه وخته چې حکومت نور کونجونه پیدا کوي او چارچوب په هشت چوب بدلیږي.

د تازه خبر له مخې که پخوا د کابیني په سر یوازې عبدالله او اشرف غني سره اړم وو، اوس په دې چنه بازي دوه نور فرکسیونونه هم وراضافه شوي دي او حکومت څلور تړانګې تللی دی ، د کابیني د ټاکلو په مشاجرو کې اشرف غني جلا فکر لري، عبدالله خپل ځانګړی لیست لري، دوستم ، ضیامسعود او سرور دانش ځانګړی خپل منځي ایتلاف لري او محمد محقق یي په بله خوا ډنګوي .

تراوسه خو کثیرالاضلاع حکومت همدې مربع شکل ته ترفیع کړي او د اشرف غني د چارچوب  جوړولو وعده پوره شوې ده، خو یو تن لا هم پاته دی هغه داچې که انجینر محمدخان خپلې دواړه پښې په یوه موزه کې چوخ کړي،او خپل ځانګړی منحصر بفرد تفکر او تخیل رامیدان ته کړي، نو بویه چې د اشرف غني چارچوب به دړې وړې او  مربع حکومت به په مخمس یا پنځه سري حکومت بدل شي .

بي بي سي فارسي د چارچوبي حکومت په اړه خپل ځانګړي راپور ته عنوان ورکړی چې :  د نوي حکومت بس د کابیني په سټاپ کې ولاړ دی . ماته یي هغه سروکی  را په یاد کړ چې کلیوالو ښځو به په ودونو کې ویل : شین راکیټ په شګه کې پنچر دی .

اوس هم د جان کیري په لاس ډیزاین شوی د ملي وحدت راکیټ د کابیني په شګه کې پنچر ولاړ دی او مامورین چې له دریو میاشتو یي تنخوا نه ده اخیستې یوازې همدا چیغي وهي چې : موږ ته تنخا راکړئ مازدیګر دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګوهر علي ګوهر

چار چوبئ به ئې زمونږ په سيمه کښې هغه ليټرين ته وې کله چې دا پاخه ليټرينونه په کورونو کښي نه وو جوړ شوی ، او خلقو به په کور کښې دننه د متيازو د پاره يوه د پردې ديوالونه وهلي وو ، او متيازي به ئې په کښې کولې ، دغي ته به ئې چار چوبئ هم وې او چورنانټئي هم

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x