نظــر

مفکر ته! – «ټيک دی جي!»

قاري توريالی تائب

په پیښور ښار کی غلو یو لیونی یرغمل کړ، پوره یوه میاشت یې لیونی وډبواوه په وهلو – وهلو به یې ساه ودرېده. اخر یې لیونی په دې خبرو عادت کړ، چی مونږ څه درته وایو ، یا بل کس څه درته وایي ته به وایې چې «ټیک دی جي!»

بله ورځ غلو لیوني ته ښه پاک ستره سپین لباس ور واغوست، ورسره یې ښه نوی او تور رنګی واسکټ هم ور واغوست، ښه شخه لونګۍ یې هم ور په سر کړه. په ښه نوي ۲۰۱۱ ماډل موټر کې یې په اول سیټ کې کېناوه، غلو غږ پرې وکړ:
ـ خان صیب! ځو خیبر بازار ته چې کابیټ (قالینی) واخلو.

لیوني ویل: ټیک ده جي!

غله د قالینو دوکان ته ورسیدل، لېوني ته يې وویل:
ـ خان صیب کوز شه!

ـ لیونی: ټیک ده جي!

ـ خان صیب! موږ به قالینې وګورو او بنګلې ته یې وروړو، که پوره شوه هم بیا راځو او که کمه شوه هم بیا راځو؛ حال به درکوو.

ـ ټیک ده جي!

دوکان دار چې خان صیب ته وکتل، د ده دا سپین لباس، نوی واسکټ او شخه شمله یی ولیده، نو ښه خوشحاله شو، چې ښه اخیستونکی می لاس ته راغی، سمد ستي يې په خپل مزدور غږ وکړ:

ـ وه هلکه! ورشه خان صیب له قهوه(چای) راوړه!

هلک هم ژر ـ ژر قهوه تیاره کړه:
ـ خان صیب دغه ده مهرباني وکړئ قهوه وڅکئ!

ـ ټیک ده جي!

یوه پیاله قهوه يې وڅښله، بله يې وڅښله، درېیم ځل بیا دوکاندار غږ پرې وکړ:

ـ خان صیب نوره هم څکئ؟

ـ ټیک ده جي!

بله پیاله، بله نه بله پیاله آن تر اوو پیالو پورې قهوه یې وڅښله، دوکاندار پرې غږ کړل:
ـ خان صیب لکه چی قهوه دی ډېره خوښیږي؟

ـ ټیک ده جي!

دوکاندار لږ په سوچ کې شو، تقریباً دوه ساعته تېر شوي، خو خان صیب هیڅ هم نه وایي او چې څوک ورته څه وایي، خان صیب ورته وایي ټیک ده جي، اخر دوکاندار خان صیب ته وویل:
ـ خان صیب! ملګری دي ورک شول!

ـ ټیک ده جي!

تر څو چې د څنګ دوکاندار، دې دوکان ته د څه کار لپاره راغی، هغه مخکې دا لیونی چیرې لیدلی و، چې څنګه یې ورته وکتل ویې ویل:
ـ پر دې لیوني باندې څه کوې چې په دوکان کې دې کېنولی؟ دا نوي کالي، واسکټ او هو دا شخه شمله! توبه توبه! لیونیان هم اوس ملکان شول!

دوکاندار لیوني ته په ډېر حسرت وکتل او زیاته یې کړه:
ـ خان صیب تاسو څه نومیږئ؟

ـ ټیک ده جي!

دوکاندار ښه په زوره خپل تندي ته ټک ورکړ:
ـ تباه شې برباد شې زه خو دي تبا تبا کړم!

ـ ټیک ده جي!

ـ چپ شه کنه اوس به دې دا ګنجی سر ته دبۍ راکاږم او تر مرګه به دې ووهم!

ـ ټیک ده جي!
….
ولسمشره!

مونږ دې په شمله او خبرو دوکه شوو چې مونږ څه درته ویل، نو تابه ویل «ـ ټیک ده جي!»؛ دې ملت ستا په پښتونوالې باندې باور وکړ، ستا په مپکرتوب یې باور وکړ، ستا په کړو ژمنو یې باور وکړ، تا ویل چې فساد به ورکوم، د افغانانو د وینې تویولو لړۍ به بندوم، د سعودي د مسافرو د پاسپورت مشکلات به حلوم، خو دا ټول برعکس وختل، تا زمونږ افغانیت خرڅ کړ! تا د امن پر ځای قتل عام شروع کړ! تا د مشکلاتو د حلولو پر خای ملت ته نور مشکلات زیات کړل! اوس دې بیا د پاکستان د لوی درستیز خبرو ته هم «ـ ټیک ده جي!» وویل؛ ته د ملا فضل الله د نیولو امر مه ورکوه! ته د دانګام په ولسوالی د خلکو کورونه د اور نه بچ کړه ! ته د کابل د خلکو د سر امنیت ټینګ کړه!.

خــو نــــه، نـــــه؛ اوس د ملت توقوعات او غوښتنې شړېدلې غوندې ښکاري، اوس له تانه هیڅوک هم هغه پخوانۍ تمه او توقع نه لري، او بیا به تاریخ کې هم څوک دا ونه وایي چې:
موږ اشرف غني غواړو!!!

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ډاکتر احمدی
میلمه
ډاکتر احمدی

ولا رښتیا خبره د وکړه

محمودالغزنوی
میلمه
محمودالغزنوی

قاریصاحب أوس نودهغه بل لیونی چلندورسره پکارده ،هغه داسی چی داسلامی امارت په مهال مودشپی په ګزمه (ګشت)کی یولیونی ونیول ،یوملګری پوښتنه ځنی وکړه لیونی ځواب نه ورکاوه ځکه په پشتونه پوهیدوأردوئ ویله ،آخیرکی همدی ملګری ورته وویل ته ووایه (ماوه وهه)کله چی به لیونی وویل (ماوه وهه)ملګری به په څټ دچلاخی(چابلاخی)ټک ورکړموږبه ورته ناری کړه مه وهه ګناه لری،ملګری به ویل خوداده لیونی خپله وایی چی ماوه وهه)،نوګنجی هم ددی وړده چی راچپه ئ کړئ أوسم یی لغت أولت کړئ،،

ساپي
میلمه
ساپي

پوه به شي لاپوه نه نادانه ده .هسي ليونئ ده په ماگرانه ده قدرمنودوستانوسلامونه. هغه دپښتولنډئ ده . په شملگئ دي شوم غلطه .كورته دي راغلم موردي لنگ وهلي ونه . گورئ وطنوالوداهسي تاسي ځانونه تيرباسئ داخودشروع نه ښكاره ول كله چي په افغانستان كي اسلامي امارت دصليبيانولخواء ړنگ شوواوخپل گوډاگيان يي سره راټول اويوگډوله دولت يي ترجوړكړلومړني قراردادچي دافغانانووژنه اوزندانونوته اچوني خلاص لاس د ډبل عبدالله اوغيري قانوني لخواء لاسليك شوودوهم په توره شپه كي دتوراوباماسره دبوقلمون (كرزي) لخوا اودريم ځل دټول ملك قباله دبيشرفه غني دهغه دكمونستي ملگرواودشراوفساد (شمالي ټلوالي ) لخواء وركړشوه خوزمونږهيوادوال بياهم د دغسي يولاسپوڅي… نور لوستل »

Back to top button
Close
Close