نړۍ

له ګوانتانامو زندانه د بنديانو د لېږد مسؤول استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲مه ۱۳۹۳ل): رويټرز خبري اژانس د سپينې ماڼۍ د چارواکو له قوله ليکلي، چې د کيوبا له ګوانتانامو زندان څخه د بنديانو د لېږد مسؤول کليفورډ سولن له خپلې دندې استعفا ورکړه.

د ګوانتانامو زندان د بنديانو د لېږد مسؤول په داسې حال کې خپله دنده پرېږدي، چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما اعلان کړی، چې هڅه کوي دغه زندان ژر تر ژره وتړي.

کليفورډ سولن وايي، چې دی د ګوانتانامو زندان د زندانيانو د سپارلو او اوسيدو په اړه يې له يو شمېر هېوادونو سره خبرې اترې هم کړي دي، مګر د امريکا ولسمشر، بهرنيو چارو او دفاع وزات په دې اړه په خپلو کارونو کې ناغېړي کوي.

سلون د امريکا وتلی قانون پوه او حقوقي وکيل دی او له اتلسو مياشتو وروسته يې دغه دنده پرېښوده او وايي، چې له دې وروسته به واشنګټن کې خپله پخوانۍ دنده پيلوي.

د کليفورډ سولن استعفا به د روان ديسمبر مياشت له پايه وروسته منل کيږي.

د سپينې ماڼۍ يو چارواکي هم ويلي، چې د سلون د استعفا يو لامل د پينټاګون نه همکاري وه، چې د ګوانتانامو له زندانه دوی سره د لېږد پروسه کې مرسته وکړي، چې يا خو بنديان خپلو هېوادونو ته وسپاري او يا يې هم نورو هېوادونو کې ځاي پر ځای کړي.

۲۰۱۳ کال راهيسې د سولن په مشرۍ کې ۳۴ تنه بنديان خپلو يا نورو هېوادونو ته لېږدول شوي او د يو شمېر نورو په اړه خبرې اترې روانې دي.
امريکايي سرچينې وايي، چې په تېرو شپږو مياشتو کې يې قطر، کويت، جارجيا او سعودي عربستان ته يو شمېر بنديان لېږدولي دي.

د ښاغلي سولن استعفا به د هغو بنديانو پر پروسه اغېز ونه کړي، چې د چا په اړه چې خبرې اترې روانې دي، مګر هغه بنديان چې تر اوسه يې په اړه پرېکړه نه ده شوې، پر هغوی به طبعي اغېز ولري.

اسوشيټيډ پريس د کانګرس د غړو له قوله ليکلي، چې سپينې ماڼۍ ته اجازه نه ورکوي، چې دغه بنديان له ګوانتانامو امريکا ته راولي.

ګارډين ورځپاڼې د جمهوري پلوه سناتور مک مکين له قوله وايي، «کوم کارونه چې اوباما کوي دا د امريکا او نړۍ امنيت لپاره ستر ګواښ دی.»
تېره مياشت د امريکا د مشرانو جرګې د استخباراتي کميټې مشرې ډيان فاينسټاين د سي ای اې له لوري ګوانتانامو او نورو زندانونو کې د مسلمانو بنديانو د شکنجو او ځورونو په اړه په ۵۲۳ مخونو کې يو مفصل راپور خپور کړی و.

په راپور کې راغلي و، چې سي ای اې د بنديانو د شکنجو لپاره له شپږزرو وحشي لارو کار اخيستی، د مثال په ډول په اوبو کې غرقول، جنسي ځورونې، په مياشتو مياشتو په تورو خونو کې تنهايي قيد، په زخمي پښو په ولاړه اقرار اخيستل او داسې نورې وحشي کړنې شاملې وې.

د ياد راپور له خپرېدو وروسته امريکا کې يو شمېر چارواکو او رسنيو د ياد راپور خپرول وستايل، مګر ګڼ شمېر چارواکو، اپوزيسيون او جمهوري پلوو رسنيو د ياد راپور خپرول د امريکا د ملي ګټو ضد وبلل او د سي ای اې دغه شکنجې يې د هغو مېړانه او وطن ساتنه وبلله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x