افغانستان

ننګرهار: خوږیاڼو کې سرتیری بریدګر او ۵ اربکیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲مه ۱۳۹۳ل): د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې نن سهار په یوه نښته کې ۵ اربکیان او یو سرتیری برید ګر وژل شوی.

د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال ویلي چې نن سهار /سه شنبه، مرغومي ۲مه/ پولیسو یو تن سرتیري بریدګر په خوږیاڼو ولسوالۍ کې وژلی دی.

نوموړي زیاته کړې چې ددغې ولسوالۍ په وزیرو سیمو کې سرتیري بریدګر یو مازده ډوله موټر له چاودیدونکو توکو څخه ډک کړی و او غوښتل يې پر سیمه ییزو پولیسو (اربکیانو) چاودنه وکړي چې د پولیسو لخوا وپېژندل شو او ووژل شو.

حضرت حسین مشرقیوال وايي چې د پېښې وروسته د امنیه قومندانۍ څخه دوی یو شمېر انجنیران ولېږل څو موټر تارونه قطع کړي او ونه چاودیږی.

خو د خوږیاڼو ولسوالۍ په وزیرو سیمه کې یو تن اوسیدونکي اسد خوږیاڼي نن ټکي اسیا ته د تلیفون پر کرښه وویل چې د سرتیري بریدګر تر وژلو وروسته قوه راغله او طالبانو ورسره جګړه پیل کړه. نوموړی وايي تر سختې جګړې وروسته طالبانو موټر وویشتلو او انفجار یې ورکړ چې له امله یې د اربکیانو پوستې یوه برخه ویجاړه شوه.

د عینی شاهدانو او ځايي اوسیدونکو له قوله سهار مهال طالبانو یو ملګري د وزیرو دوسرکه کې د سرجنګي پوسته باندې سرتیری برید کاوه خو موټر یې انفجار ونه کړ.

د وزیرو د درپه خیلو یو تن اوسیدونکی احمدالله نن ټکی اسیا ته وویل: «موټر پوستې ته نیم ننوتی و، نیم پاتې. فدايي بټن ووهله بټن کار نه و ورکړی. اربکیانو فدايي شهید کړ او وتښتیدل. وروسته قوه راغلله، طالبانو ورسره جګړه پیل کړه، طالبانو کوښښ کاوه، موټر ته انفجار ورکړي، له ډیرې نښتې وروسته یې موټر وویشتلو چې له امله یې درنه چاودنه رامنځته شوه. چاودنې له امله ۵ اربکیان وژل شوي».

طالبانو ددې خبر د خپریدو تر شېبې څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x