ورزش

ټنډولکر د نړیوال جام سفیر وټاکل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲، ۱۳۹۳ل): د کرکټ نړیوالې ادارې د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دغې ادارې لخوا د هندوستان پخوانۍ پیاوړی لوبغاړی سچن ټنډولکر د راتلونکی نړیوال جام لپاره سفیر ټاکل شوی.

دغه مقام به د ټنډولکر لپاره دوهمه ستره لاسته راوړنه وي. له دې مخکې هم ټندولکر د ۲۰۱۱ زیږیدیز کې په بنګله دیش او سریلانکا کې د کرکټ سیالیو لپاره سفیر ټاکل شوی و.

د دې مقام په اساس به ټنډولکر د دغې سیالۍ په اړه د خلکو تشویقول او د سیالی ښه پرمختګ او مالي مرستو لپاره د ځینې کمپنیو تشویقولو دنده په غاړه ولري. د کرکټ دغه سیالۍ روان کال د فیبروری په میاشت کې نیوزیلینډ او استرالیا کې به ترسره شي.

ټنډولکر تیر کال له کرکټ څخه استعفا وکړه. نوموړی د هندوستان لپاره په ۲۰۰ ټیسټ او ۴۶۳ یو ورځنیو سیالیو کې لوبیدلی. ټنډولکر د کرکټ نړۍ یو له ځلاندو ستورو څخه ګڼل کیږي. نوموړی د هندوستان لپاره ۲۴ کاله لوبه کړې او دغو لوبو کې يي ۳۴۳۵۷ منډې جوړې کړي او ۱۰۰ سلیزي يي وهلي.

ټنډولکر په نړیوالو جامونو کې تر ټولو زیاتو منډو جوړولو ریکاډ لري. نوموړی په نړیوالو جامونو کې ۴۵ لوبې کړي او دغو لوبو کې يي ۲۲۷۸ منډې جوړې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x