په کنړ کې د ملي اردو یوه الوتکه را وغورځیده
نن ټکی آسیا: نن له غرمې مخکې د کنړ ولایت په مرکز اسعد اباد کې د ملي اردو یوه ترانسپورتی هلیکوپتر الوتکه را ولویده.
د سیمي څخه یو عیني شاهد پيښه تصدیق کړې، او زیاته وي چي الوتکه د ملي اردو د عسکرو د یوې قرارګاه سره نیژدې را وغورځیده، او اوس عسکر د ټپيانو په لیږدولو بوخت دی.
د نومړي په وینا الوتکه د کښيناسلو پر مهال وغورځیده،
او تر اوسه دا نه څرګنده شوې چي د الوتکي د را لویدو علت به څه وي، خو هغه وویل چي کیدای شي د کومي تخنیکي ستونزي یا هم د یو درختي سره د ټکر له وجي را غورځیدلي وي.
تر اوسه پوري چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.