افغانستان

د کوچيانو او ځايي خلکو تر منځ نښته کې دوه تنه وژل شوي اوشپږ ټپيان دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲مه ۱۳۹۳ل): د لوګر ولايت چارواکي وايي، چې برکي برک ولسوالۍ کې د ځايي خلکو او کوچيانو تر منځ جګړه شوې ده.

د لوګر ولايت امنيه قوماندان عبدالحکيم اسحاقزی وايي، چې د کوچيانو او ځايي خلکو تر منځ له څو ورځو شخړې او تاوتريخوالی روان و، مګر نن سهار يې د ځمکې د ملکيت پر سر شخړې پر جګړه واوښتې او له دواړو لورويو دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

ځايي خلک وايي، چې د برکي ولسوالۍ شاه مزار، ابجوش، او نورو شاوخوا کليو خلک يو خوا او بل پلو له هزاه ‌جاتو راغلي کوچيان دي، چې له دوو کالو راهيسې په سيمه کې ميشت دي او ځايي خلک وايي، چې حکومت د سيمه ييزو قومونو ډاګ کوچيانو ته ورکړی او دوی غواړي، چې دغه ډاګ له کوچيانو بېرته واخلي.

د برکي ولسوال انجير رحيم امين منلې، چې د سيمه ييزو خلکو او کوچيانو تر منځ شخړه شوې او حل يې د ولسوال او والي له توانه پورته خبره ده.

د لوګر سرپرست والي نياز محمد اميري وايي، چې د کوچيانو او ځايي خلکو تر منځ له ډېره وخته لانجې روانې دي او څه موده وړاندې ځايي خلکو د کوچيانو دوه کورونه هم سوځولي و او ده په دې اړه ان يوه مياشت وړاندې د ګډ حکومت مشر اشرف غني سره هم خبرې اترې کړي او نوموړی يې له دې شخړې خبر کړی و، مګر مرکزي حکومت هم تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

وروستي راپورونه وايي، چې اوس هم د دواړو لوريو تر منځ جګړه روانه ده او ځايي خلک له کليو او کوچيان له دښتې پر يو بل ډزې کوي او که مرکزي حکومت ژر تر ژره د پېښې په اړه جدي غبرګون ونه ښود، نو کېدای شي، اوسنۍ جګړه په لوی ناورين او اوږدمهالې قومي جګړه واوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x