ټکنالوژي

پوره پوهنتون ستاسې جیب کې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲، ۱۳۹۳ل): کورسرا (Coursera) یو آنلاین علمي اپلیکیشن دی چې ډیر زیات کاروونکي لري. دغې علمي خدمتونو مرکز مختلفې برنامې لري چې اوس کاروونکي کولی شي خپل انډرایډ او (iOS) سمارټ فون کې د دغې علمي خدمتونو اپلیکیشن ښکته او د انټرنیټ په موجودیت کې په مختلفو علمي پروګرامونو کې په وړیا ډول ګډون وکړي.

د کورسرا (Coursera) خدمتونه په وړیا ډول وړاندې کیږي چې په مرسته يي کاروونکي کولی شي په یوه مجازي فضا کې د مختلفو ښوونکو لکچرو کې ګډون وکړي.

دغه پروګرام مشخص وختونو لپاره مشخصې علمي برنامې لري چې له مخکې ټاکل شوي وي. د پوهنتونو او علمي کورسونو په توګه یو خاص علمي پروګرام شروع کیږي او کاروونکي په دوامدار ډول په هماغه ټاکل شوی وخت کې له لیکچر څخه ګټه پورته کوي.

غوره خبره دا دی چې دغه ویب پاڼه خپل عملي دورې په وړیا او غوره کیفیت سره کاروونکو ته وړاندې کوي. د دې ویب پاڼې علمي دورې له ۴ څخه تر ۱۲ هفتې وخت نیسي چې د نړۍ پیژندل شوي پوهنتونو لخوا لکه پنسلوانیا، استنفورد، میشیګان او پرینستون لخوا یي ملاتړ کیږي.

دغه ویب پاڼه په مختلفو وختونو کې د کمپیوټر، نړیوال تاریخ، اقتصاد او ځینو نورو برخو کې علمي دورې ترتیبوي چې محصلین کولی شي د یو رسمي ټولګۍ په بڼه هره ورځ د نړیوالو استادانو لیکچر تعقیب کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x