افغانستان

کندوز کې د اردو پر موټر چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي، ۲مه، ۱۳۹۳ل): د کندوز امنیتي مسوولین وايي چې نن ماسپښين مهال په کندوز ښار کې د ملي اردو د عسکرو پر موټر چاودنه وشوه.

د کندوز د امنیه قومنداني ویاند سید سرور حسیني وايي چې د اردو موټر د تېرېدو په حال کې چې چاودنه پرې وشوه.

د حسیني په قول په چاودنه کې د اردو عسکرو ته زیان نه دی اوښتی خو په خبره يې د اردو د عسکرو موټر تخریب شوی دی.

د امنیه قومنداني ویاند وايي چې پر دې سربېره دوه تنه عام وګړي ټپیان شوي دي چې روغتیايي حالت يې له اندېښنې وتلی دی.

د يادې چاودنې مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

په ورته وخت کې نن سهار مهال په پلازمېنه کابل کې په نهمه حوزه کې هم چاودنه شوې ده.

دغه چاودنه د نهمې حوزې اړوند د قلعه فتح الله سیمې په درېیمه کوڅه شوې ده، چې چارواکو يې رسنیز پوښښ سانسور کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x