افغانستان

دكندهار ښار په عينو مېنه كي توغندي لګېدلي، او دچارواکو له خوا د یوشمیر لاسته راوړونو ادعا شوې

kandahar_bazarدكندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وايې چي نن لس بجي په شاوخوا كي د نامعلومه ځاي څخه يوه توغندي توغېدلي او د عينو مېني په ښارګوټئ كي پر څلورم سړك لګېدلي او ۴تنه يې ټپيان كړي دي.

دده په خبره چي ټپيان روغتون ته لېږل سوي او كوم څوك وژل سوي ندي.

هغه وويل تر اوسه پورې دا څرګنده نده چې دغه توغندى د چا لخوا ويشتل شوى خو په اړه يې تحقيقات روان دي.

او همداسي قوماندان جنرال عبدالرزاق وايې چي تېره شپه د ايساف او سرحدي ځواكونو لخوا په ګډو عملياتو كي چي د سپين بولدك ولسوالي د كنجوس په كلي سوي ۹تنه وسلوال طالبان په هوايې بريد كي وژل سوي دي دده په خبره چي ياد كسان د وسلو سره يوځاي د افغانستان خاوري ته ننوتي وه چي پرې هوايې بريد سوي او وژل سوي دي.

رازق همدارنګه وايې چي د افغانستان او پاكستان په كډه سرحدي پوله كي د پاكستان د امروت په كلي كي هم تېره شپه ايساف ځواكونو په هوايې بريد كي ۵تنه وسلوال طالبان چي افغانستان خاوري ته يې د ننوتلو هڅه كول وژل سوي .

نوموړي زياتوي چي د افغان او نړيوالو ځواكونو تر منځ اوس ښه همږغي سته چي له امله يې دا مهال وسلوال طالبان نسي كولاي د افغانستان خاوري ته ننوزي.

دا په داسي حال كي ده چي څو ورځئ وړاندي هم د ګډو ځواكونو لخوا د سپين بولدك په سرحدي پوله د وسلوالو طالبانو مشهور قوماندان د خپل يوه ساتونكي سره وژل سوو.

تر اوسه ددې پيښي تصدیق بلي کومي سرچینی نه دی کړی.

په ورته وخت کې دكندهار د ولايت مقام څخه خپره سوې په یوه خبر پاڼه کې ویل شوي چي د ميوند ولسوالۍ د امنيه قومندانۍ اړوند پوليسو د يوه کرولا ډوله ټويوټا موټر د پلټني په نتيجه کي ٦٠ کړۍ پرسونل ضد ماينونه، ١٢ پايې لاسي او يوه لويه مخابره، ١٨٠ عدد ريموټ کنټرول، ٦٢ کڅوړي ډول ډول باروت، ٢٠٠ د کوچنۍ مخابري انتنونه او دوه د برېښنا کنټرولوونکي ټرانسفارمونه د موټر چلوونکي سره يو ځاى نيولي دي.

خبرپاڼه همدار نګه راغلي چي تېره ورځ د کندهار ښار د لومړۍ امنيتي حوزې په سيمه کي د احمد الله په نوم مخالف وسلوال تن چي له کندهار محبسه تښتېدلى ؤ په داسي حال کي د پوليسو له خوا ونيول سوو چي غوښتل يې دپوليسو له پوستې د مصنوعي وېښتانو څخه په ګټه اخستني تېر سي.

سرچينه زياتوي چي د افغان دولت وسلوالو مخالفينو تېره ورځ د کندهار ولايت د ارغنداؤ ولسوالۍ د جهازي په کلي کي د ملي پوليسو د ګزمې پر موټر وسلوال بريد وکړ چي په ځوابيه ډزو کي يو تن مخالف وسلوال ژوبل سوى او د امنيتي ځواکونو له خوا د کندهار هوايې ډګر ته د درملني لپاره وړل سوى دى.

په خبرپاڼه كي دولتي ځواكونو ته د اوښتي  زيان په اړه څه ندي ويل سوي.

اسد الله زړه سواند

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x