افغانستان

کابینه ـ د کورنیو چارو وزارت پر سر لانجې، د کابیني اعلان لا ځنډنی کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکوت د دواړو مشرانو ترمنځ د کابینې پر سر ناندرۍ لا هم پای ته نه دي رسېدلي.

د ګډ حکومت مشر څو ورځې وړاندې ژمنه وکړه چې راتلونکې دوشنبه به د کابینې اعلان کوي او دکاندید وزیرانو ليست به ولسي جرګې ته سپاري.
د ولسي جرګې مشر او غړو يې هم د روانې اوونۍ په سر کې د ګډ حکومت له دواړو مشرانو په کلکه وغوښتل چې د دې اوونۍ تر پایه باید د کابینې وزیران دوی ته د تاييد رایو په خاطر ور معرفي شي.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي په ډاګه وویل چې دغه حکومت هیڅ قانوني حیثیت نه لري، بلکې د امریکا د سفارت له لوري په وچ زور رامنځته شوی دی.

تازه راپورونه وايي چې ټاکل شوې وه د کابینې د یوې برخې وزیران سبا چهارشنه معرفي شوي وای، خو د دواړو مشرانو ترمنځ ناندریو د کابینې د دې برخې اعلان هم وځنډاوه.

ازادي راډیو د نوم نه ښودو په شرط د ارګ له نږدې سرچینو وايي چې د دواړو مشرانو ترمنځ د کورنیو چارو وزارت پر سر ناندرۍ نورې هم ګړندۍ شوې دي، چې ښايي د اوونۍ تر پایه پای ته ونه رسېږي.

په ټاکنیزو ناندریو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله نږدې کس او د حزب اسلامي غړی عبدالجبار شلګری وايي چې د اجرایوي رییس له لوري د کورنیو چارو وزارت لپاره انجینر محمد عارف معرفي شوی دی، چې لا هم دواړه مشران وروستي جوړجاړي ته نه دي رسيدلي.

تر دې وړاندې د دفاع وزارت لپاره شیرمحمد کريمي، د بهرنیو چارو وزارت لپاره فضل احمد معنوي، د ماليې وزارت لپاره جیلاني پوپل، د اطلاعاتو او کتلور وزارت لپاره، فیض الله ذکي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت لپاره سردار احمد نعیم او د کورنیو چارو وزارت لپاره د سولې شورا د پخواني مشر برهان الدین رباني زوی صلاح الدین رباني د معرفي کېدو خبرنه ورکړل شوي و.

ویل کېږي په راتلونکې کابینه کې به د ملي امنیت اوسنی سرپرست رییس د رییس په توګه پاتې شي.

د ډاکټر عبدالله عبدالله پلوی سید اسحاق ګیلاني وايي چې نبیل د امریکا په امر ټاکل کېږي، نوموړي وايي: «په ډېر صراحت سره وایم چې د رحمت الله نبیل ټاکنه د امریکا او انګلستان د سفارتونو له خوا کېږي او دغو سفارتونو ویلي چې د امنیت رييس دې تر یوه کاله پورې خپل کار ته ادامه وکړي. د نبیل ټاکنه د دوو مشرانو پر رضایت نه ده شوې».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x