افغانستان

د افغانستان لوی درستيز په نا اعلان شوي سفر اسلام اباد ته رسيدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲مه ۱۳۹۳ل): د افغانستان لوی درستيز جنرال شير محمد کريمي په نا اعلان شوي سفر اسلام اباد ته رسيدلی دی.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو مسؤول جنرال عاصم باجوه په خپله ټويټير پاڼه کې د ښاغلي کريمي د ورتلو پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې جنرال کريمي د پاکستان لوی درستيز جنرال راحيل شريف او ګڼو نورو نظامي او ملکي چارواکو سره د طالبانو پر ضد د پولې دواړو لوريو د عملياتو په اړه خبرې اترې وکړې.

جنرال باجوه زياتوي، چې جنرال کريمي شمالي وزيرستان کې د طالبانو پر ضد د پاکستان پوځي عمليات وستايل او زياته يې کړه، چې د يادو عملياتو له امله د پولې دواړه غاړو ته طالبانو درنه مرګ ژوبله اوښتې او کمزوري کړي يې دي.

ښاغلی کريمي په داسې حال کې اسلام اباد ته تللی، چې د پاکستان لومړی وزير نواز شريف نن د پاکستان نظامي چارواکو سره د پاکستاني طالبانو پر ضد د عملياتو د کړنلارې په ټاکلو خبرې اترې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x