ټکنالوژي

سامسنګ خپل نوی سمارټ فون بازار ته وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲، ۱۳۹۳ل): سامسنګ کمپنۍ له خپل کاروونکو سره د یو داسې سمارټ فون وړاندې کولو ژمنه کړې وه چې د همدې کمپنۍ سافټ وییر ټایزن (Tizen) په مرسته وکارول شي. له ډیر انتظار وروسته دغه کمپنۍ دغې سمارټ فون وړاندې کولو زیرۍ ورکړ.

که څه هم هیله کیده چې دغه سمارټ فون په همدې میاشت دسمبر کې بازار ته وړاندې شي خو د کوریايي رسنۍ په وینا دغه سمارټ فون وړاندې کول د راتلونکی کال جنوري میاشتې ته ځنډیدلی.

د سمامسنګ کمپنۍ یو جګپوړۍ چارواکی په وینا دغه سمارټ فون به راتلونکی کال د جنوري میاشتې په ۱۸مه هندوستان کې د خرڅلاو لپاره بازار ته وړاندې شي.

سامسنګ کمپنۍ غوښتل چې د دغې ټایزن سمارټ فون له بازار ته وړاندې کولو مخکې خپل دغه نوی سافټ وییر لپاره ډیره زیاته اندازه اپلیکیشن جوړ کړي ځکه چې دغه سمارټ فون له یو نوی اپریټنګ سیسټم سره نړیوالو ته وړاندې کیږي.

د سامسنګ کمپنۍ دغه نوی سمارټ فون ذي ۱ (Z1) نومول شوی چې ۴ انچه ډسپلې، ۱.۲ ګیګاهرتز پروسیسر، دوه سیمکارت قبلولو وړتیا، ۳.۲ میګاپکسل کامره او د (3G) وړتیا لري.

دغه سمارټ فون به د ۱۰۰ ډالر په بیه په محدوده اندازه د هندوستان په بازارونو کې کاروونکو ته وړاندې کیږي. د سامسنګ دغه نوی اپریتنګ سیسټم چې ټایزن (tizen) نومیږي د انډرایډ له پاره به په یو سخت رقیب بدل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x