د پاکستان له لوري د پېښور برید ته ډير تبلیغاتو په اړه کارپوهان وايي چې دغه تبلیغات د پاکستاني طالبانو اعدام ته لاره جوړول او د ډیورنډ کرښه په رسمي توګه پيژندلو لپاره دي.

د افغانستان لوی درستیز او ایساف عمومي قومندان له جنرال راحیل شریف سره وکتل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲مه ۱۳۹۳ل): د افغانستان لوی درستیز او د ایساف ځواکونو قومندان جان کمپل نن په یوه نا اعلان شوي سفر اسلام اباد ته ولاړل.

د پاکستان د پوځ ویاند ډګر جنرال عاصم باجوه ددغه سفر پخلی کړی او ویلي يې دي چې جنرال شیر محمد کریمي او جان کمپیل له جنرال راحیل شریف سره د راولپنډۍ په اعلی پوځي قومندانۍ کې کتلي دي.

د پاکستان د پوځ لخوا خپره شوې خبرپاڼې پر اساس دغې درې اړخیزه ناسته کې بالعموم د سیمې په امنیت او په ځانګړي توګه د پاکستان –افغانستان پر پوله د ښه جوړښت پر اړه پر ځينو نکتو خبرې وشوې.

افغانستان له تېرو څو لسیزو د پاکستان د ټولو کوښښونو سربېره دغه پوله په رسمیت نه ده پېژندلې.

ځينې کارپوهان وايي چې د جنرال راحیل شریف او ای ایس ای د مشر کابل ته سفر او بیا د جنرال کریمي او جنرال کمپل اسلام اباد ته سفر شاید ددې موخې لپاره وي چې پاکستان د ډيورنډ پر کرښه اغزن تار ولګوي او د ډيورنډ کرښه د دواړو هېوادونو تر منځ رسمي پوله وټاکي.

تېره ورځ پاکستاني رسنیو د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قومندان جنرال زمان  وزیري له قوله لیکلي و چې افغان ځواکونو په کونړ کې د پاکستاني طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي دي. د پاکستان لوی درستیز د پاکستاني طالبانو پر ضد دغه پوځي عملیات ستایلي او هیله یې څرګنده کړې چې پاکستان به له افغانستان سره په دې اړه په بشپړه توګه مرسته وکړي.

د خبرپاڼې له مخې د افغانستان لوی درستیز جنرال کریمي ویلي، دوی به د پولې ددواړو غاړو په اړه به استخباراتي معلومات سره شريکوي.

په دغه درې اړخیزه ناسته کې د ایساف قومندان جنرال کامپل ویلي چې د افغانستان ملي اردو او ناټو ځواکونو د افغانستان په خاوره کې د «ترهګرو» د له منځه وړلو لپاره عملیات پیل کړي. د خبرپاڼې له مخې درې واړو لورو د «ترهګرۍ» د لمنځه وړلو لپاره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د پاکستان له لوري د پېښور برید ته ډير تبلیغاتو په اړه کارپوهان وايي چې دغه تبلیغات د پاکستاني طالبانو اعدام ته لاره جوړول او د ډیورنډ کرښه په رسمي توګه پيژندلو لپاره دي. دوی وايي چې «پاکستان غواړي اوبه خړې کړي او ماهیان په کې ونیسي.»

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د