افغانستان

تاجکستان: طالبانو سره مو د نیول شوو عسکرو په اړه مذاکرات پیل کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۲مه ۱۳۹۳ل): څو ورځې وړاندې طالبانو د افغانستان په شمالي سرحدي ولایت کندز کې د تاجکستان څلور تنه هغه سرحدي عسکر ونیول چې د افغانستان خاورې ته د لرګیو پرې کولو لپاره را اوښتي و.

د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت منلې ده چې طالبانو یې څلور سرحدي عسکر نیولي دی. ددغه هېواد  د سرحدي پولیسو ویاند رسنیو ته ددې پيښي د تفصیلاتو په اړه ویلي چې د تاجکستان څلور تنه پوځیان چې د لرګیو په را ټولولو بوخت وه، د طالبانو په یوه کمین کې ولویدل، هغوی ونیول او په کندز کې هغو سیمو ته انتقال کړای شول چېرې چې طالبان واکمن دي.

د کورنیو چارو وزارت د دې خبر د ورکولو وروسته ویلي چې د طالبانو سره یې په دې اړه مذاکرات پیل کړي دي.

هغوی ویلي چې پيښه د تیري اونۍ په وروستیو ورځو کې را منځته شوې.

نن ټکي اسیا ته موثقو سرچینو وویل چې دغه څلور تنه سرحدي پوځیان د تېرې چهارشنبې په ورځ طالبانو ونیول او اوسمهال  په کندز ولایت کې د طالبانو سره بندیان دي.

دغې سرچینې د نیول شوو بندیانو نومونه شادي یوف معراج، کلانوف فرهاد، دولتوف سراج او نور بایوف توي چي ښودلي دی.

د تاجکستان چارواکي وايي چې دغه پوځیان د تاجکستان د ختلان ولایت په سرحدي سیمه کې نیول شوي.

د یادوني وړ ده چې تر اوسه طالبانو رسما په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د افغانستان حکومت په دې اړه کوم رسمي غبرګون ښودلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

هاهاها عجیبه نومونه یی دی د روس بچیانو

د ټولو نه د مخه ددوی دا روسی نومونه دی ورته اول اسلامی کړی او بیا د فقهی او عقیدوی مسایل ورته تشریح شی او بیا چی څه اصول وی هغه دی پری تطبیق شی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x