افغانستان

انټرنیشنل پریس سروس: د طالبانو په نوم د نیول شوو کسانو څخه ۹۰ فیصده عام وګړي دي

Gen-Petraeus-in-Kandahar1نن ټکی آسیا: د امریکايي فوځ له خوا په افغانستان کې د طالبانو په نوم باندي د نیول شوو کسانو څخه ۹۰ فیصده خلګ ولسي خلګ دي.

د واشنګټن څخه د انټرنیشنل پریس سروس په یوه راپور کي راغلي، چي په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو مشر جنرال ډیوډ پټریاس د افغانستان د جګړې په اړه خپله ناکامه تګ لاره په کامیابي باندي د بدلولو لپاره د طالبانو د مړیني او نیوني په اړه غلط راپورونه ورکول،

او دطالبانو د مرګ او نیوني په شمیرو کې د مبالغې څخه کار اخیستی.

په ۳ میاشتو کې ۲۷۰ طالب جنګیالي نیول شوي وه، خو نومړي دهغو عدد ۱۳۵۵ ښودلی وو، او په ۶ میاشتو کې ۶۹۰ جنګیالي نیول شوي وه، چي جنرال دغه عدد ۴۱۰۰ ښودلی وو.

د نیول شوو هرو پنځو کسو څخه ۴ بی ګناه عام وګړي دي، او نیول شوي طالب جنګیالي ۸۰ فیصده بیرته په څو ورځو کې خوشي شوي دي.

د انټرنیشنل پریس سروس په قول جنرال پټریاس ددغه سي پرمختګونو او د نړیوالو د کامیابیو دوهم وار په تیر دیسمبر کي هم بیانونه ورکړل.

په هغه وخت کې پټریاس ویل چي په شپږو میاشتو کې بهرني ځواکونو ۴۱۰۰ طالبان ونیول، او ۲۰۰۰ ووژل شوه.. انټرنیشنل پریس سرور اژانس وویل چي په دغسي طریقه باندي جنرال پټریاس په افغانستان کې خپله ناکامه پالیسي د یو کامیابه پالیسي په حیث پیش کړه.

د جنرال پټریاس د دعوو د رشتیا او درواغو اندازه ددې څخه لګیدلای سی، چي کوم خلګ چي امریکایان یا افغاني ځواکونه نیسي د هغو د قسمت فیصله په ۱۴ کي کیږي، آي پي ایس ویلی چي پریس کانفرانس کې یوه صحافي هم دا پوښتنه ونه کړه، چي په دغو شمیرو کې دومره تضاد او فرق ولي دی، ددې څخه داسي مالومیږي چي اوس هم د افغانستان د جګړې په اړه د نړیوالي میډیا د کم علمي څخه غلطه استفاده کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x