افغانستان

د ماليزيا ورکه شوې الوتکه امريکا ويشتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲مه ۱۳۹۳ل): د فرانسې د هوايي کرښې پخواني مشر ويلي، چې د ماليزيا مسافر وړونکې الوتکه ورکه شوې نه ده، بلکې امريکايي عسکرو د تروريزم په شک ويشتې ده.

لويديځې رسنۍ د فرانسې د هوايي کرښې د پخواني مشر مارک ډوګين له قوله وايي، چې د ماليزيا مسافر وړونکې الوتکه ورکه شوې نه ده، بلکې د هند سمندر کې پرتو امريکايي عسکرو ويشتې ده.

ښاغلی ډوګين زياتوي، چې امريکايي عسکرو وېره درلوده، چې کېدای شي، دغه الوتکه د دوی د دښمنانو له لوري وتښتول شي او يو ځل بيا د سپتمبر د ۱۱ په څېر د يوې بلې پېښې لپاره وکارول شي او له همدې امله امريکايي سمندري ځواکونو د هند سمندر ډيګو ګارشيا جزيرې سره رانسکوره کړه.

مارک ډوګين ادعا کوي، چې نوموړې جزيرې ته نژدې خلکو ورته ويلي، چې دوی دغه سيمه کې د ماليزيا مسافر وړونکې الوتکه په ټيټ پرواز ولېدله او نوموړې سيمه کې يې د الوتکې د اور وژنې يوه آله هم موندلې ده.

مارک ‌ډوګين دا هم وايي، چې د پېښې د پلټنې پر مهال د سي ای اې يو کارګر پر دوی ټينګار کاو، چې د ورکې شوې الوتکې پلټنې بس کړي او د وخت په تېرېدو به په خپله څرګنده شي، چې الوتکه څنګه ورکه شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې د روان کال د مارچ پر اتمه نېټه د ماليزيا يوه مسافر وړونکې ايم ايچ۳۷۰ الوتکه هغه مهال نادرکه شوه، چې د ماليزيا له پلازمېنې کوالالمپور څخه د چين پلازمېنې بيچنګ ته روانه وه او تر اوسه د نوموړې الوتکې درک نه دی لګېدلی.

په ورکه شوې الوتکه کې۲۳۹ مسافر سپاره وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x