افغانستانخبرونه

نوې کابینه: د وزارتونو وېش، ۱۳ د ولسمشر او ۱۲ د اجراييه رييس

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲مه، ۱۳۹۳ل): د نوې کابینې معرفي کېدا ډېره ممکن شوې وه؛ مګر کورنیو چارو ته د عبدالله عبدالله له خوا د فضل احمد معنوي نوماندۍ انتظارونه یو ځل بیا اوږده کړل. ځینې راپورونه داسې هم ورکړل شول چې د معنوي پر ځای انجینر عارف سروري او یا هم عبدالستار مراد په پام کې نیول شوي دي. سروري د لنډمهالې ادارې پر مهال د ملي امنیت رييس و چې په اړه یې ویل کېږي د امریکا له څارګرې ادارې (سي ای اې) سره خوږې اړیکي لري. مراد بیا په هند کې نظامي زده کړې دي او پخوا د کاپيسا والي پاتې شوی. ستار مراد اوس د جمعیت ګوند منشي دی؛ خو عبدالله عبدالله ته نژدې سرچینې د وروستیو دوو تنو نوماندي ردوي او زیاتوي چې د ښاغلي معنوي نوماندي پر خپل ځای ده.

د کورنیو چارو وزارت ته د عبدالله عبدالله له خوا د معنوي نوماندۍ کابینه بیا وځنډوله.
د کورنیو چارو وزارت ته د عبدالله عبدالله له خوا د معنوي نوماندۍ کابینه بیا وځنډوله.

عنوي دیني مدرسو کې زده کړې کړي او د سترې محکمې غړی پاتې شوی.

له معنوي پرته د وزارتونو پر وېش د ګډ حکومت دواړه مشران داسې هوکړې ته رسېدلي چې ۱۳ وزارتونو ته به ولسمشر او پاتې ۱۲ ته به یې اجراييه رييس څېرې ورپېژني. تر اوسه ویل کېږي چې د ګډ حکومت کابینه به ۲۵ کسیزه وي.

د اجراييه رييس ویاند مجیب رحمان رحیمي امریکا غږ سره په خبرو کې د واک وېش د دوو مشرانو ترمنځ د هغه هوکړه لیک له مخې بولي چې د امریکا په سفارت کې د ښاغلي جان کېري په منځګړیتوب لاسلیک شو.

تر اوسه د کابینې په تړاو دا هم څرګنده شوې ده چې د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونه عبدالله عبدالله او ملي دفاع او مالیې وزارتونه اشرف غني ته رسېدلي دي.

د کابیني د اعلان پر ځنډ او څو ځلي وخت غوښتنو سربېره رحیمي د ولسمشر او اجراییه رييس ترمنځ ژور اختلافات نه مني او وايي: «د کابینې د پنځوس سلنه وزیرانو پر ټاکنې موافقه شوې ده». رحیمي د کابینې د جوړښت «ستونزمن پړاو» تېر شوی بولي.

ځینې سرچینه تاییدوي چې ولسمشر اشرف غني د کورنیو چارو زوارت له پاره د عبدالله عبدالله له لورې د معنوي پر نوماندۍ مخالفت لري.

په کلیدي پوسټونو کې یوازنی پوسټ چې دواړه مشران پرې سلا شوي ده د ملي امنیت ریاست ته د ښاغلي رحمت الله نبیل بیا معرفي کېدا ده. د عبدالله عبدالله د ټیم مخکښ غړي، سید اسحاق ګیلاني د نبیل پر نوماندۍ د دواړو مشرانو د موافقې لامل داسې په ګوته کړ: «په ډېر صراحت سره وایم چې د رحمت الله نبیل ټاکنه د امریکا او انګلستان د سفارتونو له خوا کېږي او دغو سفارتونو ویلي چې د امنیت رييس دې تر یوه کاله پورې خپل کار ته ادامه وکړي. د نبیل ټاکنه د دوو مشرانو پر رضایت نه دی شوی».

د ښاغلي ګيلاني د دې تور په تړاو تر دې دمه د ګډ حکومت د مشرانو یاندویانو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x