ټکنالوژي

اپل کمپنۍ په نوی ایفون کار پیل کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۳مه ۱۳۹۳ل): اپل کمپنۍ د راتلونکی زیږیدیز کال لپاره په نوی ایفون کار پیل کړی. له دې مخکې ځینې کاروونکي د ایفون ۶ او ایفون ۶ پلس له اندازې شکایت درلود چې په همدې اساس د اپل کمپنۍ د دغې سمارټ فون اندازه به نسبت نورو ته کوچنۍ وي.

ځینې څیړونکو په وینا اپل کمپنۍ په نوی سمارټ فون ایفون ۶ ایس (iPhone 6S) کار پیل کړی چې دا ځل به د دغې ایفون اندازه یوازې ۴ انچه وي.

دغه خبر د ټکنالوژي څیړونکی «تیموتي ارکوري» لخوا خپره شوه. نوموړي ته دغه خبر په پټه توګه د اپل کمپنۍ یو کارکوونکی لخوا استول شوی و چې د دغې کمپنۍ له وروستیو فعالیتونو هم ښکاري چې دغه خبر یوازې ګومان نشي کیدی.

تیموتي ته د رسیدلو معلوماتو پر بنسټ به د دغې ایفون اندازه د ایفون ۵ ایس (iPhone 5S) په څیر ۴ انچه وي خو دا امکان لري چې بهرنی ډیزاین يي د ایفون ۶ او ایفون ۶ پلس په څیر وي.

تیموتي په وینا دغه نوی ایفون به د راتلونکی زیږیدیز کال په دوهمه نیمایي کې کاروونکو ته وړاندې شي. کیدی شي دغه ایفون د راتلونکی زیږیدیز کال په سپټمبر میاشت کې نړیوالو بازارونو ته وړاندې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x