د بغلان ولایت خلك له پوليس او اربکیو څخه ډیر تنګ شوې
په بغلان ولایت کې خلک له پولیسو څخه سر ټکوي او وایې چی له دوي سره په دغه ولایت کي پولیس ډیر بد سلوک کوې.
امان الله حسین خیل په نوم یو تن دپلخمري اوسیدونکې وایې دغه ولایت پولیس له خلکو څخه روپۍ اخلي او چور تالان ته یې مخ کړی.
یو بل تن احمد دغې ولسوالۍ اوسیدونکی دی، نوموړی وايي چې له ملګري یې همدغو اربکیو موټر سایکل اخیستی: (( بس چې ټوپک یې په لاس کې وي، څوک ورته نه شي ټینګېدای په كليو او بانډو كې له خلكو د عشر او ذكات په نوم جزیه اخلي.پولیس او اربكيان په خپلو اړوندو سيمو كې د طالبانو پرځاى عام خلك آرام ژوند ته نه پرېږدي: په عامو خلكو يې زور رسېدلى او هرڅه چې يې زړه وغواړي، هغه ورسره كوي.
دا اربکیان له خلکو په زور ډوډۍ غواړي: ۵۰ تنه يوه كور ته ودريږي او ډوډۍ ترې غواړي، دغه دکور به ډیر غریب وې خو بیا هم ورته وایې چي دغه زمونږ حق دي تاسو باندې، بغلان ولایت خلک له پولیس او اربکیانو څخه ډیر تنګ دي.))
جبارخیل