نړۍ

د امریکا په بمباریو تر اوسه د اسلامي دولت زر کسه جنګیالي وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، مرغومي ۳مه، ۱۳۹۳ل): د سوریې د بشري حقوقو د څارني ادارې اعلان وکړ چې د تیرو درو میاشتو راهیسي یوازي په سوریا کې د اسلامي دولت زر تنه جنګیالي د امریکا او اتحادي ځواکونو په بمبار کې وژل شوي دي.

د فرانس پریس په وینا د المرصد السوري په نامه د بشري حقوقو ادارې ویلي چې د امریکا او اتحادي ځواکونو الوتکو په بمبار کې تر اوسه لږ تر لږه ۱۱۷۱ تنه وژل شوي دي، چې اکثریت یې د بهرنیو هیوادونو د اتباعو دی.

همدې ادارې وړاندي ویلي چې د وژل شویو کسانو څخه د اسلامي دولت ۱۰۴۶ تنه جنګیالي دي، او پاته ملکي وګړي (۵۲) تنه، او د جبهة النصره (۷۲) جنګیالي وژل شوي دي.

که څه هم المرصد په نامه حقوقي ډله ادعا کوي چې یو بې طرفه ارګان دی، او غواړي یوازي د انساني تلفاتو شمیرنه او څارنه وکړي، خو په سوریه کې ټولي ښکېلي ډلي ددغه ادارې په وړاندي شکونه لري.

باید وویل شي چې اسلامي دولت او نوري وسلوالي ډلي په ورځني توګه د امریکايي او اتحادي ځواکونو په بمبار کې د ملکي تلفاتو ادعا کوي، او وخت نا وخته د ملکي وګړو د تلفاتو انځورونه او ویډیوګاني په داسي وخت کې نشر ته سپاري، چې د انټرنیټ د مشهورو ټولنیزو پاڼو او ویب پاڼو څارنه تر پخوا سخته شوې، او نه پریږدي چې د اسلامي دولت ویډیوګاني او پيغامونه ددغه پاڼو او شبکو له لاري نشر ته وسپارل شي.

باید وویل شي چې په عراق او شام کې د اسلامي دولت په خلاف د امریکا تر څنګ ځیني عربي او غیر عربي هیوادونه هم ملګري دي، او د مالي، استخباراتي مرستي سربیره ځیني هیوادونه په بمبار کې مخامخ ونډه هم اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x