افغانستان

دوستم: دفاع او کورنیو چارو وزارت باید د دواړو ټیمونو څخه نه وي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۳مه ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت لومړي مرستیال جنرال دوستم ویلي چې د دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت ټاکنې باید د حکومت د دواړو ټیمونو تر منځ سیاسي لانجه جوړه نه شي، بلکي ټینګار یې کړی چې دغه دواړه وزارتونه باید له داسي کسانو سره وي چې هغه د ګډ حکومت د ټیمونو برخه نه وي، او د نوموړي په اصطلاح مسلکي او متخصص کسان وي.

دوستم زياته کړه، چې افغانستان پخوا قوي اردو او پوليس درلودل، مګر له کوم وخته چې دغه ادارې د سياسي اړي ګړي ښکار شوي، نو ادارې تقسيم شوې او ستونزې له همدې ځايه راپيل شوې.

نوموړي ویلي چې اوس هم د ګډ حکومت د دواړو ټیمونو تر منځ مشورې او خبري اتري رواني دي او ډیر ژر به کابینه معرفي شي.

باید وویل شي چې دواړو ټیمونو وعده کړې وه چې د قدرت د تسلیمیدو وروسته به په ۴۵ ورځو کې کابینه اعلان کړي، خو د کابینه اعلان تر درېيمې میاشتي وځنډیدی، چې له امله يې د عام ولس په ګډون د دواړو ټيمونو غړي او کمپاينران هم د ګډ حکومت له کړنو نهيلي ښکاري او وخت پر وخت په ټولنيزو شبکو او ويبپاڼو کې د ګډ حکومت پر دواړو مشرانو نيوکې کوي.

د یادوني وړ ده چې په تیرو ولسمشريزو ټاکنو کې په لویه کچه د درغلیو او جنجالونو وروسته د امریکا د بهرنيو چارو وزير جان کیري په نوښت د ولسمشرۍ دواړه نوماندان اشرف غني او عبد الله په یوه ګډ حکومت کې سره یو ځای شول، او د ملي وحدت حکومت نوم ورکړه شو، خو د ملي وحدت حکومت دواړه اړخونه په خپل منځ کې د انتخابي لانجو وروسته په حکومتي چارو کې هم د لانجو ښکار دي، او د کابینې ځنډ یې د همدې اختلافونو او لانجو دلیل بلل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x