افغانستان

یو ترجمان ټپي او بهرنی عسکر وژل شوی دی، دناټو ۶ ټانکران سوځیدلي

killed_in_afghanistan_helmandنن ټکی آسیا: په افغانستان کې میشتو بهرني په یوه اعلامیه کې ویلی چي ددوی یو تن عسکر د افغانستان په جنوب کې د یوې چاودني له امله ووژل شو.

د بلي خوا نن د افغانستان او پاکستان پر پوله د تورخم په سیمه کې بهرني ځواکونو ته د تیل وړونکو ټانکرانو په یوه تم ځای کې چاودنه شوې، چي له امله يې ۶ ټانکران سوځیدلي.

په یوه بله پيښه کې ویل شوي، چي د افغانستان په شمال کې د سرپل ولایت په مرکز د سنګ چارک د موټرو په تم ځای کې د بهرني ځواکونو پر یوه ګزمه د لاسي بمونو برید شوی، چي له امله يې د یو ترجمان د ټپي کیدو خبر ورکړه شوی، خو د سمي څخه عیني شاهدانو ویلي چي کیداي سي مرګ ژوبله زیاته وي، ځکه چي د پيښي سمدستي وروسته دوې داني چورلکي رسیدلي، چي یوه يې د څه مودې لپاره پر ځمکه هم کښنستلې، چي داسي ځیني مالومیږي، لکه بهرنیانو ته چي ډیر زیان رسیدلی وی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x