افغانستان

ولسي جرګې د راتلونکي کال د بودجې طرحه رد کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۳مه، ۱۳۹۳ل): د مشرانو جرګې او ولسي جرګې له استازو ګډ کمیسیون له څو ورځې راهیسې د راتلونکي کال د بودجې اړوند بحثونه کول.

د را روان لمریز کال لپاره شاوخوا اته میلیونه ډالره بودجه نن د ولسي جرګې په غونډه کې د استازیو له لوري رد شوه.

د بودجې د طرحې پر نورو علتونوسربېره عمده علت نابرابري وښودل شوه.

د ولسي جرګو غړو اعتراض درلود، چې دغه بودجه نه د ولایتونو او نه هم د ویشلو برخو اړوند متوازن بلل کېدای شي.

د دوی په خبره نه دولایاتو ترمنځ توازن برابر شوی او نه هم د معارف، امنیت، بیارغونې او نورو څانګو.

ولسي جرګه په داسې حال کې د راتلونکي کال د بودجې طرحه ردوي، چې افغان دولت د سږ کال لپاره معاشونه او د دولتي ادارو لګښتونه نه لري.

دغه بودجه ټوله ۴۵۸ اعشاریه اته میلیارده افغانۍ ټاکل شوده، چې ۲۷۵ ميلیارده يي عادي بودجه او ۱۸۳ ميلیارده يي هم پراختيايي بودجه ده.

د دغې بودجې څخه برېښنا، اوبه او بندونو ته یوسل نهه څلویښت میلیونه ډالره، د پوهنتونونو بیارغونې ته دوه دېرش میلیونه ډالره، د پوهنې وزارت د پروژو لپاره درې سوه شپږ میلیونه ډالره، د کلیو او پراختیا وزارت د پروګرامونو په لپاره شپږ سوه میلیونه ډالره اوپر دې سربېره د امنیتي برخې لپاره اوه اعشاریه شپږ میلیارده افغانۍ بېلې شوې دي.

یاده دې وي در وان لمریز کال بودجه هم ۴۲۸.۳۷۸ میلیارډه افغانۍ وه، چې له دې څخه ۲۸۰.۴۷۲ میلیارډه یې عادي او ۱۴۷.۹۰۵ ملیارډه یې پراختیایي بودجې ته ځانګړي شوي وه.

سږ کال په داسې حال کې پای ته په رسېدو دی، چې ځانګړې شوې بودجه يې کافي ونه ګڼل شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x