نړۍ

د امریکا پخوانی ولسمشر بوش روغتون ته انتقال شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۳مه ۱۳۹۳ل): د امریکا پخوانی ولسمشر جورج بوش پلار چې ۹۰ کاله عمر لري، تیره ورځ په تنفس کې د ستونزو له کبله روغتون ته انتقال شوی.

جورج بوش په کال ۱۹۲۴ کې په یوه سیاسي کورنۍ کې پيدا شوی، او د کال ۱۹۸۹ څخه بیا تر ۱۹۹۳ پوري د امریکا ولسمشر پاته شوی، او له هغه وروسته بیل کلنټون انتخابات وګټل او د اته کلونو لپاره د امریکا ولسمشر سو، او بیا د نوموړی زوی جورج ډبلیو بوش انتخابات وګټل او د دوه دورو لپاره په واک کې پاته شو.

په افغانستان باندي برید د نوموړي د زوی بوش په موده کې تر سره شوی، او په همدې موده کې په عراق باندي د امریکا له خوا برید وشو.

د بوش کورنۍ د جمهوري پلوه ګوند سره اړیکه لري، او د همدې ګوند له اړخه پلار او زوی تر واکه ځان رسولی وو، ویل کیږي چې اوس یې دوهم زوی په دې فکر دی چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ځان کاندید کړي.

نوموړی د امریکا د تکساس ایالت اوسیدونکی دی، او هم هلته ددغه ایالت په پلازمینه هوسټن کې په روغتون کې بستر شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابن شهید ين

اللهم علیک به عاجلا غیر آ جلا…..

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x