افغانستان

پر کابل بانک د بريد دوه تنو ته د اعدام سزا اورول شوى ده

kabul_bank_bredgarنن ټکی آسیا: (AIP) د افغانستان ستري محکمي د جلال اباد په ښار کې پر کابل بانک باندي دوو برید کوونکو ته د اعدام سزا ورکړې، او یو بل يې په شل کاله بند محکوم کړی دی.

هغه دوه کسان چي د اعدام سزا ورته اورول شوې، د هغوی نومان قاري مطیع الله او زرعجم دی، او په شل کاله بند محکوم يې داد محمد دی.

د قضائيه قوې عمومي اداري امر ډاکټر عبدالمالک کاموي ويلي چې لومړنۍ،

استيناف اوسترې محکمې قاري مطيع الله او زرعجم ته د اعدام او دادمحمد ته د شل کاله بند سزا واوروله ډاکټر “کاموي” زياته کړه (د غبرګولي په اتمه نيټه (مئ نهه ويشتمه 2011) د سترې محکمې د کورني اوبهرني امنيت پرضد ديوان پر دغو دريو واړو حکم صادرکړ ، پر دوي د ابتدايه محکمې حکم د غويي په دولسمه (مئ دريمه 2011) ، د استيناف محکمې حکم د غويي په اته ويشتمه (مئ نولسمه 2011) او د سترې محکمې وروستي حکم د غبرګولي په اتمه نيټه (مئ نهه ويشتمه) صادر شو او د محکمې چارې په منظم او شفاف ډول ترسره شوي.

ډاکټر عبدالمالک “کاموي” څرګنده کړه چې قاري مطيع الله اوزرعجم به د جزا د موقت قانون د حکم سره سم د ولسمشر تر توشيح وروسته په يوځانګړي ځاي کې اعدام شي.

د قضائيه قوې عمومي اداري آمر وويل چې ولسمشرد هغو کسانو د اعدام حکم توشيح کوي چې د کورني او بهرني امنيت پرضد يې جرم کړي وي او هغه هيله څرګنده کړه چې دا ځل به هم ولسمشردا حکم توشيح کړي.

په جلال آباد کې د کابل بانک په سيمه ايز دفترد روان کال په سرکې يو شمير وسله والو حمله وکړه چې وروسته ددې حملې ويډيوګانې هم له رسنيوڅخه خپرې شوې ، په دې ويډيوګانوکې د زرعجم په نوم کس چې په اعدام محکوم شوي وايي چې ده د خلکو له وژنې څخه خوند اخيست.

د دې ويډيوګانو له خپريدو څخه وروسته ولسمشر “کرزي” د يوې اعلاميې په خپرولوسره له سترې محکمې غوښتي وه چې نوموړي په اعدام محکوم کړي.

د جلال آباد په ښارکې د کابل بانک په سيمه ايز دفترپه حمله کې لږ تر لږه دري څلويښت تنه مړه او يو شمير ټپيان شوي وه او د دې پيښې په تړاو دا درې کسان هم د امنيتي ځواکونو لخوا نيول شوي وه.

د کابل ښار يوشميراوسيدونکي هم د دې حکم په صادرولو خوښ دي او له ولسمشرکرزي نه غواړي چې هرو مرو او ډيرژر يې د سزا حکم توشيح کړي.

محمد موسي “بهير” هم له هغو کسانوڅخه دي چې د محکمې دغه پريکړه ستايي او افغان اسلامي اژانس ته يې وويل ( تراوسه بايد دا تروريستان هرو مرو اعدام شوي واي ، زه ډاريږم چې د اعدام پرځاي بيرته خوشي نشي ځکه په تيرو څو کلونوکې ډيرې داسې پيښې شوي چې ګناهګارخوشې او بې ګناه مجازات شوي، زه په ټينګه له افغان حکومت څخه او په ځانګړي توګه له جمهور رييس کرزي نه غواړم چې دا دواړه ژر او د خلکو په وړاندې اعدام شي او د مظلومو مسلمانانوغچ ترې واخلي

دا لومړي ځل نه دي چې د کورني اوبهرني امنيت پرضد کسانوته د اعدام سزا اورول کيږي بلکې د قضايي ارګانونو لخوا درې کاله مخکې پنځلس کسان او له هغوې وروسته په کابل او مزارشريف کې څوتنه د تښتوونې او قتل په جرم اعدام شويدي

دغه راز د سترې محکمې چارواکي وايي چې تر سلو زيات کسان دا مهال هم د قضايي قوې لخوا په اعدام محکوم دي او دوسيې يې د توشيح لپاره ولسمشرته استول شوي دي.

د ميرمن رڼا “علم دوست” په نوم يوې ښوونکې د دوشنبې په ورځ 2011-06-13 افغان اسلامي آژانس ته وويل چې دا ډول مجرمين بايد د خلکوپه ګڼه ګوڼه کې اعدام شي ترڅو نورو ته پند او د دې ډول حملومخه ونيول شي.

دې چې ډيرې احساساتي خبرې يې کولې وويل چې د کابل بانک په پيښه کې د دې يوخپلوان هم چې دخپلې تنخوا د ترلاسه کولو لپاره ورغلي وو ووژل شو.

خو د سترې محکمې چارواکي وايي چې تردې وړاندې هم کوم کسان چې په اعدام محکوم شوي په ځانګړو ځايونوکې اعدام شوي او دا ځل به هم قاري مطيع الله او زرعجم د قانون له حکم سره سم په ځانګړيو ځايونوکې اعدام شي، خو دوي د اعدام نيټه يې په ګوته نکړه او ويې ويل چې دا سزا به د جمهور رييس لخوا د دوسيو ترتوشيح وروسته ژر تطبيق شي.

که څه هم قضائيه قوه د نوموړ محاکمه رڼه او شفافه بولي خو ځينې خلک په دې باوري ندي چې تورنو کسانو ته به په بشپړه توګه لګول شويو تورونو پر ضد د دفاع حق ورکول شوى دى او کنه ؟

AIP

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x