نظــر

ان الارض لله

لیکوال: قاري سعید

هیڅکله څوک د غربت او اقامت یا ځمکني چیرته والي په ترازو مه تلئ،بلکې موقف او کردار یي ارزوئ،دا ځمکه ټوله دالله تعالی ده او د هیچا دپلار نه ده،هرڅوک د ځمکې په هغه ګوښه ژوند کولای شي چې د بل ځای په نسبت یي ژوند او عزت خوندي وي، الله تعالی وایي : زما ځمکه واسعه ده .مطلب داچې که په هره زمانه او هرډول شرایطو کې په دین اعتصام وکړئ،ځمکه نه درباندې تنګیږي یوه ګوښه به ضرور ستاسو لپاره په امن وي او دا الهي وعده ده.

د هجرت له فلسفې معلومیږي،چې په خپل مولد او ابایي وطن کې ژوند کوم حتمي او لازمي امر نه دی او نه هم د شرافت معیار دی،موږ وینو چې د تاریخ ترټولو سرلوړي او متدین خلک اکثره په غربت او بي وطنۍ کې له دنیا تللي،د حبشې او مدینې له مهاجرینو ونیسه ، بیازموږ د هیواد دتاریخ تر سترو اتلانو پورې.

د افغانستان د تاریخ ترټولو بدنام شخص شاشجاع په کابل کې ساه ورکړې،خو د میوند اتل او د تاریخ ویاړ ایوب خان په لاهور کې دانګریز د حاکمیت په سیمه کې له دنیا تللی دی، که غربت د شرم او اقامت د ویاړ سبب وای خو باید چې شاشجاع مو دتاریخ ویاړ او ایوب خان د تاریخ پیغور وای، خو کلا و حاشا… ایوب خان چې په کومه ځمکه ساه ورکړه د انګریز نه وه بلکې د الله تعالی ځمکه وه چې ده ته پراخه کړې وه، تردې چې په خپل وطن ، ایران او خلیج له ګرځیدو وروسته یي ایله همدلته ژوند خوندي شو.

د انګریز په خلاف جنګیدونکی ستر مجاهد حضرت نورالمشائخ فضل عمر مجددي چې انګریزانو ته یي په جنوبي محاذ کې په شکست ورکولو سره خپلواکي ګټلې وه، کله چې یي دامان الله خان لخوا خطر احساس کړ، دانګریز تر واک لاندې ډیره اسمعیل خان ته لاړ، ځکه امان الله خان د ملا عبدالله غوندې چار ماري کاوو، او په ډیره اسمعیل خان کې یي لږترلږه سر ته امن و.

که اوسنۍ زمانې ته راشو، شیخ اسامه بن لادن په داسې حال کې چې دخپل هیواد تابعیت ترې سلب شوی و، دغربت په دیار ایبټ اباد کې یي اجل ته لبیک ووایه،خو هغه سعودي شاهزاده چې له امریکایي ډمې څخه یي دیوې شپې خلوت په ملیونونو ډالرو اخیستی شاید په خپل هیواد کې یي ژوند او مرګ وي،مګر تاریخ به هیڅکله د دغو دوو سعودیانو غربت او اقامت ته ونه ګوري، بلکې ددوی کردار او موقف به تلي.

بناء وطنداران دې یوازې خپلې وطندارۍ ته نه خوشالیږي او نه دې بې وطنه د بې وطنۍ له امله زړه خوري،څوک چې دالله تعالی خپل شو هغه هرځای وطن لرونکی دی،او څوک چې له الله تعالی پردی شو هغه په خپل کور کې هم بې وطنه ده ، ځکه ځمکه دالله تعالی ملکیت دی. والحق للقریب ثم الاقرب فالاقرب

هرملک ملک ماست
که ملک خدای ماست

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x