نړۍ

هند: د بوډو ياغي بيلتونپالو په بريد کې ۵۲ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۳مه ۱۳۹۳ل): هندي رسنۍ وايي، چې د هند اسام ايالت په دوو ولسواليو کې بوډو بيلتونپالو قبايلي ياغيانو پر ولسي خلکو بريد کړی، چې امله يې ۵۲ تنه وژل شوي دي.
د اسام ايالت پوليس وايي، چې په دوو ولسواليو «کوکراجهار او سونتپور» کې بيلتونپالو وسله‌والو په څلورو ځايونو کې پر ځايي خلکو بريدونه کړي دي.
د اسام ايالت امنيتي ځواکونه وايي، چې په دغو بريدونو کې د «نيشنل ډيموکريټک اف بوډو لينډ» لاس دی او دغه بيلتونپاله ډله تل د اسام ايالت په لرې پرتو سيمو پر دولتي چارواکو او ولسي وګړو بریدونه او چاودنې کوي.
د اسام د پوليسو عمومي قوماندان جي ايس سنګ رسنيو سره په خپلو څرګندونو کې وويل، چې تېره ورځ امنيتي ځواکونو د بوډو بيلتونپالو ياغيانو دوه لوړ پوړي مشران وژلي و او دغې ډلې نن د خپلو مشرانو د وژلو په غچ کې پر ولسي خلکو بريد وکړ او ۵۲ تنه يې ووژل.
امنيتي ځواکونو له پېښې وروسته سيمه کې د شکمنو بريدګرو پلټنه پيل کړې ده.
ځايي خلکو پوليسو ته ويلي، چې بريدګر کليو ته ننوتل او پر خلکو يې ناتاره ډزې وکړې او يو شمېر خلک يې له کورونو راوويستل او د خپلو کورونو مخته يې ووژل.
د هند د کورنيو چارو وزير راج نات سنګ د پېښې ځای ته رسيدلی او خلکو سره يې خپله همدردي ښودلې ده.
بل پلو د هند صدراعظم نريندرا مودي هم په خپل ټويټر پيغام کې له وژل شوو کسانو سره خواخوږي څرګنده کړې او د ولسي خلکو، ښځو او ماشومانو وژل يې غندلي دي.
اسام د هند سرحدي ايالت دي، چې بنګلاديش او بوټان هېوادونو سره ګډ سرحد لري او وخت پر وخت پکې د بيلتونپالو ياغيانو او دولتي ځواکونو تر منځ جګړې کيږي.
له دې مخکې هم د ياغيانو په يو بريد کې ۴۵ تنه وژل شوي وو او يوازې د روان کال په ترڅ کې لس زرو ځايي خلکو د امنيتي ستونزو له امله خپل کلي او کورونه پريښي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x