افغانستان

په هلمند كې د بست تاريخي كلا د له منځه تلو په حال كې ده

bost_kalaد هلمند يو شمير اوسيدونكي اوفرهنگپال وايي چې يادې لرغونې كلا ته كه كلكه پاملرنه ونه شي ښايي هغه برخې يې هم ونړيږي چې تردې مهاله روغې پاتې دي.

خوځايي چارواكي وايي چې ددې كلا د خوندي پاتې كيدوپه موخه يې څوڅوځله د اطلاعات اوفرهنگ وزارت وړانديزونه كړي خوتراوسه په دې برخه كې كوم گام نه دى پورته شوى.

د هلمند يوشميراوسيدونكي اوفرهنگپال وايي چې د بست په ځينوتاريخي سيموكې خپل سري كورونه جوړشوي اودا لړى لا روانه ده اوددې ترڅنگ دا مهال د بست تاريخي كلا چې لرغونى اوزوړتاريخي لري د له منځه تلوپه حال كې ده اوتردې مهاله ورته ځانگړې پاملرنه نه شوې اونه يې هم د نړيدو د مخنيوي په برخه كې كوم گام پورته شوى دى.

د دوى په وينا كه چيرې ورته پاملرنه ونه شي ښايي هغه برخې يې هم له خاوروسره خاورې شي چې تردې مهاله روغې پاتې شوې دي.

خوپه دې اړه د هلمند والي محمد گلاب منگل وايي چې ددې كلا د ځينوبرخود نړيدو د مخنيوي په برخه كې مسؤلينوته دندې سپارلې اوددې ترڅنگ د كلا انګړته د هرډول وسايطود ورتگ مخه يې نيولې ده.

دهلمند والي محمد ګلاب منګل وايې ددې آثارود ساتنې لپاره اود ترميم لپاره موږ د اطلاعات اوكلتورله وزارت سره تل په اړيكه كې يوبيا به هم خپل پشنهادونه وزارت ته وړاندې كړو ترڅوپه اساسي ډول سره د يونسكوپه مرسته اويا د نورومرسته كوونكوپه مرسته د دې د ترميم په برخه كې اقدامات وشي.

دده په وينا چې وړاندې يې هم څوڅوځله د اطلاعات اوكلتوروزارت سره ياده ستونزه شريك كړې او اوس مهال به بيا هم له نوموړي وزارت اونورونړيوالوبنسټونوسره چې د لرغونوسيمواواثاروساتنه اوڅارنه كوي دا ستونزه شريك كړي.

په هلمند كې يوازې د بست تاريخي كلا له يادې ستونزې سره مخ نه ده بلكې ددې ولايت په نوروسيموكې هم تاريخي كلاو شتون درلود چې ځينې يې دا مهال په بشپړډول له منځه تللې دي

اسدالله زړه سواند:كندهار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x