جرمني: کوتره پیدا کړئ او ۱۰۰۰۰ یورو واخلئ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۳مه ۱۳۹۳ل): پخوا زمانو کې کوتره د پیغام رسولو تر ټولو غوره وسیله وه د کوم په اساس چې د همدې نسل کوترې ډېر با ارزښته ول.

خو د نن ورځې ټکنالوژي د کوترو دغه ارزښت ختم کړ. خو اوس هم په جرمني کې داسې کوتره شته چې ورکېدل يي پولیس په تشویش کړی.

جرمني رسنیو په وینا د دغه هیواد په ډوسیل ډراف ښار کې «اې ایس ۹۶۹» نومې کوتره غلا شوې چې د دغې کوترې مالک په وینا دغه کوتره ۱۵۰۰۰۰ یورو ارزښت لري.

د کوترې مالک خپل کوتره ورکیدو په اړه پولیسو ته خبر ورکړ چې وروسته بیا د پولیسو محکمې د دغې کوترې پیدا کولو امر صادر کړ خو ډیرې ورځې تیریدو سربیره پولیس ندی توانیدلی چې دغه کوتره پیدا کړي.

پولیس وايي چې د ورک شوې کوترې رنګ خړ دی او داسې ښکاري چې غل د دغې کوترې له ارزښت څخه ښه خبر و. پولیسو په وینا د دغې کوترې مالک د هغه چا لپاره چې دغه کوتره پیدا کړي ۱۰۰۰۰ یورو انعام ټاکلی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د