افغانستان

ولسمشر د هرات والي له دندې ګوښه کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۳مه ۱۳۹۳ل): ولسمشر اشرف غني د یو ځانګړي فرمان په ترڅ کې نن /چهارشنبه، مرغومي۳مه/ د هرات والي له دندې ګوښه کړ او پر ځای یې د نوموړي مرستیال سرپرست والي وټاکلو.

ولسمشر د هرات ولایت سرپرست والي فضل الله وحیدي په هرات کې د وروستیو نا امنیو له کبله له دندې ګوښه کړی.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي د هرات ته د ناامنیو د څېړلو لپاره د لېږلي پلاوي غړي احمدفرهاد پژواک ته ویلي چې د دوی پلاوي نن په ارګ له ولسمشر سره وکتل او د هرات د ناامنیو په اړه يې خپل راپور اشرف غني ته وړاندې کړ.

د ولسي جرګې استازي له قوله ولسمشر د راپور تر اوریدو وروسته د هرات د سرپرست والي د لرې کیدو پر فرمان لاسلیک وکړ.

نوموړي ویلي چې ولسمشر د فضل الله وحیدي پر ځای اصیل الدین جامي د هرات والي ټاکل دی.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د فضل الله وحیدي ګوښه کیدلو تایید کړی. نوموړي زیاته کړې چې وحیدي له تېر یو کال او څلورو میاشتو راهیسې د هرات والي و.

فضل الله وحیدي د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ اوسیدوکی دی.

څو ورځې وړاندې رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې نوموړي ګواښ کړی چې هیڅوک یې له دندې نشي لري کولای.

فضل الله وحیدي تر دې مهاله له دندې د ګوښه کېدو په اړه څرګندونې نه دي کړي.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې طالبانو د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ ډله‌ییز برید وکړ او تر سختې جګړې وروسته یې دغه ولسوالۍ ونیوله.

د شینډنډ د سقوط وروسته ولسمشر دغه ولایت ته یوځانګړی پلاوی ولېږلو څو د طالبانو د پرمختګونو په اړه نوموړي ته راپور ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x