افغانستان

په كندهار ښار كي د ماين چاودني ۵تنه ټپيان كړل

roadside_bombنن د لسو بجو او ديرشو دقيقو په شاوخوا كي د كندهار د كاريزبازار د دوهمي ناحيي اړوند سيمه كي د ملي اردو پر موټر د ماين چاودنه سوې ده.

دكندهار د امنيت امر شيرشاه يوسفزي وايې چي په چاودنه كي ۳ د ملي اردو سرتېري او ۲تنه هم ملكي وګړي ټپيان سوي دي.

د نوموړي په خبره چي ټپيان روغتون ته لېږل سوي او په پېښه كي كوم څوك وژل سوي ندي.

تر وسه وسلوالو طالبانو او يا هم كومي بلي ډلي په دې اړه څه ندي ويلي.

اسد الله زړه سواند- کندهار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x