نړۍ

اسلامي دولت د امريکايي ايتلاف جنګي الوتکه رانسکوره کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۳مه ۱۳۹۳ل): د اسلامي دولت ځواکونو د سوريې شمال کې د ايتلافي عسکرو يوه جنګي الوتکه نسکوره کړې ده.

سوريه کې د بشري خدمتونو اداره وايي، چې د دوی په ګومان ويشتل شوې الوتکه د عربي هېوادونو ده او د سوريې شمال الرقه سيمه کې نسکوره شوې ده.

سوريه کې برتانوي رسنيز ګروپ وايي، چې د الوتکې پيلوټ نه پيژندل کيږي، مګر د اسلامي دولت پلويان وايي، چې پيلوټ د اردن دی او دوی په ټپي حالت کې نيولی دی.

د تېر سپتمبر مياشت راهيسې، چې د امریکا په مشرۍ نړيوال ايتلاف د اسلامي دولت پر مرکزونو هوايي بریدونه پيل کړي، دا لومړۍ جنګي الوتکه ده، چې د اسلامي دولت له لوري رانسکوره شوه.

د اسلامي دولت پلويان وایي، چې اسلامي دولت الرقه ښار سره نژدې د ويشتل شوې جنګي الوتکې پيلوټ ژوندی نيولی او خپل مرکز ته يې بوولی دی.

معاذ يوسف الکساسبه اردنی پيلوټ د اسلامي دولت د ځواکونو په لاس کې
معاذ يوسف الکساسبه اردنی پيلوټ د اسلامي دولت د ځواکونو په لاس کې

الرقه کې د اسلامي دولت پلويانو په خپله فيسبوک پاڼه کې د نوموړي پيلوټ انځورونه خپاره کړي، چې يو کميس او نيکر يې پر تن دی او له بدنه يې وينې روانې دي او شاوخوا ترې د اسلامي دولت وسله وال ځواکونه تاو دي.

دغې ډلې په خپله فيسبوک پاڼه کې هم منلې، چې د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف يوه اردنۍ الوتکه يې نسکوره کړې او پيلوټ يې دوی په زخمي حالت نيولی دی.

الرقه کې د اسلامي دولت پلويان وايي، چې د نوموړې الوتکې له نسکورولو وروسته ايتلافي الوتکو سيمه کې ټيټ پروازونه پيل کړي دي.

د امريکا په مشرۍ د اردن، سعودي عربستان، بحرين، متحده عربي اماراتو او يو شمېر نورو عربي او نړيوالو هېوادونو جنګي الوتکې له تېرو درې مياشتو راهيسې د اسلامي دولت پر مرکزونو درنې بمبارۍ کوي، مګر تر دې دمه يې اسلامي دولت ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو سربېره هم دغه دولت نه دی کمزوری کړی او وخت پر نوي پرمختګونه کوي.

د سوريې شمال کې اسلامي دولت د تېر اګست مياشت کې الرقه سيمه په بشپړه توګه هغه مهال ونيوله، چې نوموړي دولت د بشارالاسد ځواکونه او شيعه مليشې يې د الرقه له هوايي ډګره هم وويستې.

الرقه د بشارالاسد لپاره مهمه ستراتيژيکه سيمه بلل کېده.

امريکايي چارواکي وايي، چې د ايتلافي هېوادونو جنګي الوتکې د اسلامي دولت پر مرکزونو خپلو بمباريو ته دوام ورکوي، مګر عربي رسنۍ د عراقي ولس له قوله وايي، چې د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف هوايي بريدونه د اسلامي دولت د مرکزونو تر څنګ د عراق پر سني ميشتو سيمو هم روان دي، مګر هيڅ رسنۍ د دوی غږ نه اوري او نه هم د بشري ټولنو کومې ادرې د دوی عرض اوريدلی دی.

ځايي خلک وايي، چې امريکا او نړيوال ایتلاف ته د عراق او سوريې ټول سني ولس د اسلامي دولت پلويان ښکاري او له همدې امله دغه الوتکې د اسلامي دولت تر څنګ د عراقي سنيانو پر کورونو هم درنې او مرګونې بمبارۍ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابراهیم دلسوز

دنن ویب پاڼې محترمو کارکوونکو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته الله دی وکی چی ټول روغ جوړ او په خپلوکارونو کې موفق یاست محترمو زه حاجی ### یم او انشاء الله کو شش کوم چی کله کله یوه نیمه تبصره درته برابره کړم تاسی به یی اوګوری که د نشروړ وه خونشر به یی کی کنه ایسته به یی اوغورځوی به دی خبره باید سړی خوابده نه کی نور والسلام په اخره کی ټولو انډیوالانوته سلامونه وایم الله دی دټولو حفاظت وکی آمین

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x