افغانستان

لوګر کې د اربکيانو قوماندان ووژل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۳مه ۱۳۹۳ل): د لوګر ولايت مرکز پل علم ختيځ حصارک کلي کې د اربکيانو مهشور قوماندان سيد اغا په يوه چاودنه کې له خپلو دوو ساتونکو سره ووژل شو.

د لوګر ولايت وياند دين محمد درويش پېښه تاييدوي او زياته کړې يې ده، چې قوماندان سيد اغا نن مازديګر حصارک سيمه کې په ګزمه راوتی و، چې موټر يې د طالبانو له لوري د ځاي پر ځای شوي ماين ښکار شو.

ښاغلی درويش زياتوي، چې دغه چاودنه کې قوماندان سيد اغا سره له خپلو دوو ساتونکو سره وژل شوی دی.

د حصارک سيمې يو اوسيدونکي حاجي حبيب نن ټکی اسيا ته وويل، چې قوماندان سيد اغا غوښتل، چې سيمې کې د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی ماين خونثا کړي، مګر ښخ شوی ماين پرې وچاودېد او نوموړی يې له خپلو دوو ساتونکو سره وواژه.

حاجي حبيب زياته کړه، چې قوماندان سيد اغا د طالبانو په ګډون سيمه کې له خپلو تربرونو او کليوالو سره هم شخړې درلودې او له خپل واکه د ناوړې استفادې له امله يې د سيمې خلک او خپل تربرونه ځورول.

حصارک د لوګر ولايت مرکز ختيځ پنځه کيلومترۍ کې پرته سيمه ده.

د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x