افغانستان

د طالبانو په برید کې د بهرني ځواکونو څلور ویشتم عسکر ووژل شو

injured_us_armyنن ټکی آسیا: په کابل کي د بهرنیو ځواکونو رسنیزمرکز په یوه خبرپاڼه کي وویل چي ددوی یو تن عسکر د هیواد په جنوب کې د طالبانو د یوه برید په ترڅ کې ووژل شو.

د خپل سیاست له مخي بهرني ځواکونو د وژل شوي عسکر هویت او د پيښي دقیق ځای نه دی څرګند کړی.

خو باید وویل شي چي طالبانو پرون ورځ د هیواد په جنوب کې د زیاتو بریدونو او په هغو کي د ګڼ شمیر بهرني عسکرو

د وژلو خبر ورکړی وو.

ددغه عسکر د مرګ په اعلان سره بهرني ځواکونه په رسمي توګه دا مني، چي په روانه میلادي میاشت جون کي يې ۲۴ عسکر له لاسه ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x