نړۍ

سوریه کې د بشار تر څنګ جنګیدونکي لسګونه افغانان وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۳مه ۱۳۹۳ل): د بشري حقوقو د څار اداره وايي چې په سوریه کې افغانان د بشار الاسد سره اوږه په اوږه جنګیږي او په تېره اونۍ کې لسګونه د بشار الاسد ملاتړي افغانان وژل شوي.

د راپور له مخې په تېرې یوې اونۍ کې لسګونه افغانان چې د بشارالاسد د رژيم په ملاتړ جنګیدل وژل شوي او ځينې یې د بشار د مخالفینو لخوا ژوندي نیول شوي دي.

د بشري حقوقو د څار نړیوال سازمان وايي چې بشار الاسد له ایران څخه غوښتي چې د نوموړي د رژیم د بقا لپاره دې ورسره مرسته وکړي او د ایران لخوا د سوريې جګړې ته د بشار الاسد د ملاتړ لپاره افغانان لېږل شوي.

تر دې وړاندې هم رسنیو خبر ورکړی و چې ایران هغو افغانانو ته چې د سوريې جګړې ته ځي ۵۰۰ امریکايي ډالر د میاشتې تنخوا ورکوي.

په سوریه کې د بشري حقوقو د څار ادارې د څانګې مشر رامي عبدالرحمن وايي چې بالعموم سوریه کې او په ځانګړي ډول حلب کې افغانان د بشارالاسد تر څنګ د مخالفینو پر ضد جنګیږي.

عبدالرحمن زیاته کړې چې دوه ورځې وړاندې د جبهة النصره ډلې سره په جګړه کې د بشار الاسد ۱۶ جنګیالي چې له منځه یې افغانان هم دي وژل شوي.

ویل کیږي چې اوسمهال په سوریه کې درې زره (۳۰۰۰) شیعه افغانان د بشار الاسد تر څنګ جنګیږي.

دا په داسې حال کې چې نن رسنیو راپور ورکړ چې اسلامي دولت د امریکايي ایتلاف یوه جنګي الوتکه غورځولې او پيلوټ یې ژوندی نیولی دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close